د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې د دې ولسوالۍ په پنځلسو زلزله ځپلیو کلیو کې هېڅ ښوونځی شتون نه لري.
د هرات ښار سره په څه باندې اتیا کیلومټرۍ کې د زنده جان ولسوالۍ سفید سنګ یو له هغو زلزله ځپلو کلیو دی چې هېڅکله پکې ښوونځی نه دی جوړ شوی.
د سفید سنګ کلي اوسېدونکي وایي د ښوونځي نشتون له امله ډېری کسان له زده کړو محروم پاتې دي او خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي،غلام نبي وویل: « موږ ونشو کولای زده کړې وکړو او تېره شوه خو په راتلونکي کې د افغانستان سترګې دغو ځوانانو ته دي نو که دغه ځوانان زده کړې ونه کړي نو څه فکر کوئ چې څه به وشي.»
د هرات زنده جان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، مهردل هم وویل:« موږ کلینیک نه لرو، روغتیایي ستونزې مو دلته ډېرې دي کله چې ناروغه کیږو نو مجبور یو چې موټر ونیسو او ښار ته لاړ شو.»
هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونون جوړولو لړۍ دوام لري خو دغه زلزله ځپلي له مسوولینو غواړي څو ښوونځي هم ورته جوړ کړي.
د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي، ولي محمد وویل:« په دغه کلي کې نه ښوونځی شته، نه کلینیک شته، نه مدرسه شته او ان یو جومات هم نشته خلک په خېمو کې اوسېږي او دا د دغه کلي تر ټولو لویه ستونزه ده.»
د دغې سیمې یو بل اوسېدونکي، محمد حسن هم وویل: « د جمهوریت په شلو کلونو کې مو په دغه کلي کې هېڅ ښوونځی نه لرلو او دوه کاله د اسلامي امارت هم تېریږي، څومره کوښښ مو چې وکړ تر اوسه مو د هرات په شمال زنده جان ولسوالۍ په دغو ۱۵ کلیو کې هېڅ مدرسه ونه لرله.»
په ورته مهال د هرات سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې لا هم ښوونځي شتون نه لري او ماشومان له زده کړو محروم دي.
د هرات د والي ویاند، نثار احمد الیاس په دې اړه څرګنده کړه:« ډېری سیمې له ښوونځي محرومې دي خو ځینې سیمې هم شته چې د پوهنې تر پوښښ لاندې دي، موږ هڅې کوو چې دغه سیمې هم د پوهنې له رڼا څخه برخمنې کړو.»
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د مرګونې زلزلې له امله، د ښوونځیو ډېری ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن دي، که ښوونځي ورته جوړ نشي، ماشومان به یې له زده کړو لیرې او بې سواده پاتې شي.
په دې اړه مو اندونه