Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بامیان اوسېدونکي: د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیستل شي

د بامیان اوسېدونکو، دیني عالمانو او د پوهنتون استادانو له سیمه ییزو مسوولینو سره په یوې غونډه کې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پر پرانیستو ټینګار وکړ.

دوی په یوه پرېکړه لیک کې له اسلامي امارته د ټولنیز عدالت د ټینګښت، خلکو ته د کاري زمینو برابرولو او دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د ودې په برخو کې د هلو ځلو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې تېره ورځ په بامیان ولایت کې د "ټولنیز پېوستون او د ټولنې په پرمختګ کې یې د اغیزې" تر نامه لاندې غونډه ترسره شوه.

د پروګرام سمبالوونکي، محرم علي نوروزي وویل: « سیمه ییز مسوولین دې سیمه ییزو چارو ته په پآم سره په حکومت کې د خلکو ګمارلو لپاره زمینه برابره کړي او او د وړتیا له مخې دې وګماري.»

د بامیان پوهنتون استاد، فیروزالدین مرادي  هم وویل: « د ګډونوالو یوه بنسټیزه غوښتنه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل وه.»

د بامیان سیمه ییز مسوولین بیا په دغه غونډه کې وایي چې اسلامي امارت ژمن دی څو د شریعت په چوکاټ کې د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته رسیدنه وکړي.

د بامیان والي، عبدالله سرحدي په دې اړه وویل:« خلک زموږ دي او موږ د خلکو یو، د ټولنې هر کس چې ستونزې سره مخ کیږي، موږ ته دې راشي څو په اړه یې خبرې وکړي.»

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي الله رائد هم څرګنده کړه: « ستونزې وې او شته دي او وي به، هېڅ امکان نه لري چې دنیا له ستونزو پرته وي، موږ یې باید حل لپاره هڅه وکړو سالمه نیوکه وکړو نه مغرضانه.»

په غونډه کې ګډونوالو دغه راز غوښتي څو د برښنا له پلوه د خلکو اړتیاوې پوره شي او وچکالۍ له امله د زیانمنو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.

د بامیان سیمه ییز مسوولین بیا په دغه غونډه کې وایي چې اسلامي امارت ژمن دی څو د شریعت په چوکاټ کې د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته رسیدنه وکړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه