Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف کې د ایران سرکونسل: اسراییل هېڅ ډول قوانینو ته ژمن نه دي

مزارشریف کې د ایران سرکونسل په یوه خبري ناسته کې سوریه کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی او په خبره یې، اسراییل هېڅ ډول نړۍوالو قوانینو ته ژمنتیا نلري.
 
حمید رضا احمدي د غزې تړانګې پر خلکو او دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو بریدونو په تړاو د اسلامي امارت دریځ ستایلی دی.

مزارشریف کې د ایران سرکونسل، حمید رضا احمدي خبریالانو ته وویل: «د اماراتو له چارواکو چې په دغه برید کښې یې په رښتینې توګه مناسب دریځ خپل کړ او په تیرو شپږو میاشتو کښې یې د دغه رژیم د اقداماتو په غندلو او په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په ډیپلوماټیکه ودانۍ کښې په وروستۍ پیښه کښې د قدر وړ دی.»

په همدې حال، د مزارشریف ښار ځینې اوسېدونکي، کارپوهان او دیني عالمان له اسلامي هېوادونو غواړي چې د اسراییلو د دا ډول بریدونو پر وړاندې ودرېږي.

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالروف توانا په دې اړه وویل: « د مسلمانانو د بریا راز په یووالي کې ده، دغه ټولې بدبختۍ چې اوس یې تاسو وینئ د اسلامي امت د اختلاف له امله دي.»

دیني عالم، حسین علي بیاني هم وویل: « زه د یوه دیني عالم په توګه په ټولو اسلامي هېوادونو غږ کوم چې راټول شئ او لږ تر لږه غږ پورته کړئ که د جنایتونو مخه نشئ نیولی، څو د فلسطین دغه مظلوم خلک نور په اور کې ونسوځي او اسلامي هېوادونه کولای شي د دغه مجرم مخه ونیسي.»

د سوریې پلازمینې دمشق کې د ایران کونسلګرۍ پر ودانۍ د تېرې دوشنبې وري ۱۳مې برید کې د ایران د سپاه پاسداران دوه لوړ پوړو قومندانانو په ګډون اوه تنه وژل شوي چې د سیمې او نړۍ په کچه یې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

د مزارشریف ښار ځینې اوسېدونکي، کارپوهان او دیني عالمان له اسلامي هېوادونو غواړي چې د اسراییلو د دا ډول بریدونو پر وړاندې ودرېږي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه