Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې په درشل کې د تخاري رسنیو اقتصادي کړکېچ

د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې له نږدې کېدو سره سم، تخار کې د خصوصي رسنیو مسوولین وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینو رسنیو فعالیتونه درولي دي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې ورسېږي. 

تخار کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول، صبور تابش وویل: « د نظام له تغیر وروسته په تخار ولایت کې سیمه ییزې رسنۍ له شدیدو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

تخار کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول، رمضان باتور هم وویل: « رسنۍ نشي کولای د برېښنا بیل او د کارکوونکو معاشونه ورکړي، حتی د ډېرو رسنیو جوازونه د مالي ملاتړ نشتون له امله نه دي تمدید شوي.»

په ورته مهال، تخار کې یو شمېر خبریالان د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

تخار کې خبریال، صدرالدین قونوي وویل: « له حکومت او رسنیو ملاتړو بنسټونو مو غوښتنه دا ده چې له رسنیو او خبریالانو سره مرسته وکړي.» 

شمال ختیځ زون کې د خبریالانو ټولنې مسوول، سید یاسین دهزاد هم وویل: « له خبریالانو دې ملاتړ وکړي او له خبریالانو غواړو چې خپل مسلک تطبیق کړي.»

د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین که څه هم د رسنیو او خبریالانو ستونزو په اړه څه نه وايي خو له هغوی غواړي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې فعالیتونه وکړي.

د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، خلیل الله امیني وویل: « د بیان ازادي د شریعت په چوکاټ کې اجازه ورکړل شوې او زموږ مسوولین باید نیوکې ومني.»

ویل کېږي دامهال تخار کې ۱۳ خصوصي رسنۍ فعالیت کوي او له ۴۰ تنو ډېر کارکوونکي په رسنیزو فعالیتونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه