د میدان وردکو د امنیه قومندانۍ ۸ تنه افسران په دندو کې د بې پروایۍ په جرم نیول شوي دي، عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.
د میدان وردکو امنیه قومندان جنرال احمد فهیم قایم وايي چې دغو ۸ تنو چې خپلې دندې یې په سمه توګه ترسره کړې نه وې او دښمن د هغوی له بې پروايۍ څخه په استفادې سره،د سیمهييزو پولیسو یو سرتېری یې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې لهمنځه وړی دی.
هغه وویل چې له دې وروسته هر مأمور او منصب لرونکی چې په خپلو دندو کې لږ هم بې پروايي وکړي له هغی سره به بحث ونه کړي او څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.
د دغو چارواکو په وینا،موده وړاندې د میدان وردکو د امنیه قومندانۍ د لوجېښتک، روغتیاتو مدیر، او د روغنیاتو محاسب، د لوجېستک معتمد او د دغې قومندانۍ د جلب او جذب قومندان یې د اختلاص او اداري فساد په جرم لویې څارنوالۍ ته معرفي او دمګړۍ په بند کې دي.
په دې اړه مو اندونه