د هرات ولایتي شورا رئیس، کامران علیزايي نن( یکشنبې د وري۲۷مه) ځان پولیسو ته وسپاره.
نوموړي پولیسو ته د ځان سپارلو پرمهال وویل چې د قانون درناوی کوي او هڅه به وکړي چې په دوهمه او درېیمه محکمه کې خپله بېګنايې ثابته کړي.
پر نوموړی د څارنوالۍ په کارونو کې د لاسوهنې، د څارنوالانو سپکاوي، هرات ته د لوړپوړو چارواکو ورپېژندو سره مخالت تورونو وو.
دی د همدې تورونو په تړاو له فساد سره د مبارزې د عدلیي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې له لوری په سزا محکوم شو.
دغې محکمې کامران علیزایي د محکمې ناستي ته د نه حاضریدو سره سره د هغې په غیاب کې څه موده مخکې( د وري۷مه) په دوه کاله او شپږ میاشتي بند محکوم کړ.
پر نوموړی د څارنوالۍ په کارونو کې د لاسوهنې، د څارنوالانو سپکاوي، هرات ته د لوړپوړو چارواکو ورپېژندو سره مخالت تورونو وو.
د محکمې په ناسته کې د هرات ولایتي شورا رئیس، ښاغلي عليزايي مدافع وکیل حاضر وه چې پر نوموړي يې تورونه رد کړل.