Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په جوزجان کې د سړي تښتونې د پېښو له زیاتوالي څخه اندېښنې

د جوزجا ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سړي تښتونې پېښو له زیاتوالي څخه اندېښه څرګنده وي.

هغوی وايي چې له شپږو میاشتو راهیسې د جوزجان په مرکز شبرغان کې د سړي تښتونې څو پېښې شوي دي چې د خلکو د اندېښنې لامل شوی دی.

د شبرغان یوه اوسېدونکي حمیدالله په جوزجان ولایت کې بېلابېلو جنايي جرمونو ته په اشارې سره وویل:«تښتونه زیاته ده،قانون نه پلي کېږي،قانون یوازې په بې وزلو پلی کوی.»

هغه زیاته کړه:«خلک کار کولو ته نه پرېږدي،ماشومان پټوي،ریکشا ګانې، هټۍ غلا کېږي هېڅ پوښتنه نه شته.»

د شبرغان یوه هټیوال محمد نسیم په دې اړه وايي:«زموږ د یوه ګاونډي هټیوال زوی وتښتول شو،او زوی یې شل ورځې له ځان سره وساته،کورنۍ یې په اندېښنه کې وه،ټول خلک اندېښمن دي.»

د شبرغان یو اوسېدونکی عبدالسلام وايي چې دوه میاشتې وړاندې یو ۱۷ کلن زوی یې په شبرغان کې وتښتاوه.خو د ۴۰ زره ډالر په بدل کې یې خوشې کړ.

د جوزجان د مدني ټولنې یو شمېر غړي د دغو کسانو په پېژندلو کې حکومت په بې پروایۍ تورنوي او ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې د ناقانونه وسله‎‎والو شتون د سړي تښتونې اصلي لامل دی.

د جوزجان ولایت د مدني ټولنې فعال عبدالقدیر فولاد وايي:«وسله‎ناقانونه ده،کسان ناقانونه وسله‎وال کسان دي،بې پلټه تورې ښيښې لرونکي موټر دي چې تګ را تګ کوي،د حکومت او کشفي بنسټونو کمزورتیاوې دي.»

د جوزجان پولیس د دې پخلی کوي چې روان کال په لړ کې په دغه ولایت کې د سړي تښتونې درې پېښې شوي دي خو وايي هڅه کوي چې سړي تښتوونکي ډلې په ګوته او محکمې ته یې معرفي کړي.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي له طلوع نیوز سره په مرکه کې په دې اړه وویل:«د روان کال په لړ کې د سړي تښتونې درې پېښې شوي دي،خو د امینتي ځواکونو د هڅو او د خلکو له همکارۍ سره توانېدلي یوو چې تښتول شوي وژغورو.»

هغه وویل:«له بده مرغه چې سړي تښتوونکې ډلې تراوسه په ګوته او نیول شوې نه دي خو ډاډ ورکوو چې موږ په هڅه کې یوو ترڅو دغه ډلې ونیسو او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې وسپارو.»

د جوزجان اوسېدونکي ګواښ کوي که‎چېرې په دغه ولایت کې د سړي تښتونې د مخنیوي لپاره ګټور پروګرام اجرا نه‎شي،دې ته ورته پېښې لا زیاتوالی مومي.

شریک یي کړئ