په کندهار ولایت کې د طالبانو او داعش ډلې تبلیغاتي تصویري ویډیوګانې په ازاد ډول پلورل کېږي.
د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د جدي اندېښنې په ښودلو سره وایي چې په اسانه توګه دغه تبلیغاتي ویډیو ګانوته لاسرسی د ځوانانو پر روان منفي اغېزې شیندي.
هغوی زیاتوي چې مسؤول حکومتي بنسټونه باید ژر تر ژره د دغه فعالیتونو مخه ونیسي چې ځوانان توندلارۍ ته هڅوي.
د کندهار اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي:«دا هغه څه دي چې زموږ پر پېژاند بندیز لګوي،له بده مرغه هټیوال دغه څیزونه پلوري.دا د داعش او طالبانو ویډیوګانې دي چې خلک ژوندي اور ته اچوي. ټول وحشت دی. »
د کندهار بل اوسېدونکی متین وايي:«دغه ویډیوګانې اخلاقي زیانونه هم لري.د هغوی یوه پایله زموږ د ځوانانو په غلطه ځي او زموږ پر ځوانانو منفي اغېزه کوي.»
خو د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د طالبانود دغه ډول تبلیغاتي ویډیوګانو د پلورونکو پر ضد د مبارزې له پيلولو خبرورکوي او زیاتوي چې د کندهار پولیس هم وايي چې په دې اړه به بې پروا پاتې نه شي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس حضرت ولي هوتک وویل:«په دغو ټولو هټیو کې د دولت پر ضد تبلیغات کېږي او ټول فلمونه او ویډیوګانې د ترهګرو د جګړو او د کورنیو د شخصي حریم فلمونه دي.په هېڅ قانون او دین کې د دغو ویډیوګانو خپرېدلو ته جواز نه دی ورکړل شوی.موږ به جدي توګه له د دغه کار مخنیوی کوو.»
په همدې حال کې د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي چې پولیس به په دې اړه بې پروا پاتې نهشي.