Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: پر۲۰۹شاهین قول اردو برید له هېواد څخه بهر طرحه شوی وه

د ۲۰۹شاهین قول اردو یو شمېر چارواکي په دې باور دي چې پر د یادې قول اردو برید له هېواد څخه بهر سمبال شوی وه.

د یادې قول اردو ویاند، عبدالقهار آرام د طالبانو نفوذ او فساد ردوی، خو زیاتوي چې له غفلت کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

ښاغلی آرام زیاتوي:«ترهګر په قول اردو کې له شته تشو استفاده وکړه چې یو شمېر افغان ځواکونه یې اغوا کړل او د ټپي په نامه قول اردو ته د ننه شول.»

اخوا د دوه سوه نهم شاهین قول اردو د جومات ملا امام چې ورور یې هم وژل شوی د طالبانو دغه کار د اسلامي اصولو پرخلاف بولي.

دی چې له لسو کلونو راهیسې په دې قول اردو کې ملا امام دی وايي، د ننه له همکارۍ پرته دې قول اردو ته دننه کېدل ستونزمن کار دی.

مولوی احمدالله زیاتوي:«هغه ګوزار چې دوی اسلام ته ورکړ د کفر دنیا هم نه دی ورکړی.»

د احمدالله ورور، شېر محمد چې څلور میاشتې مخکې یې واده کړی وه او ۲۵کاله عمر یې درلود هم په دې برید کې وژل شوی دی.

یو شمېر چارواکي وايي چې پر ۲۰۹شاهین قول اردو برید په بهر کې طرحه شوی، خو همداراز ډاډ ورکوي چې په دې پېښه کې غفلت کونکي به مجازات شي

شریک یي کړئ