د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاء الدین ولد خانقاه د بیا رغونې کار پيل ي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله کریمي زیاتوي چې د دغې تاریخي ودانۍ کار په نوي لمریز کال - ۱۴۰۰ کې به اجرايي شي.
د کریمي په وینا د خانقاه تر څنګ یو جومات، یو کتابتون، تفریحي پارک، موزیم، د کلتوري پروګرامونو لپاره تالار او د سماع رقص لپاره تالار هم جوړېږي.
په اومه هجري قمري پېړۍ کې دا تاریخۍ ودانۍ د خپل وخت یوه تر ټولو لویه مدرسه وه؛ د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار سلطان العلما بهاءالدین ولد مدرسه د بلخ ولسوالۍ په خواجه غلک کلي کې ده.
دا تاریخي بنا د بلخ د مزار شریف ښار په شل کیلو مټرۍ کې پرته ده.
د بلخ یو فرهنګپال عطاءالله ساهوون وايي:«د بهاء الدین ولد مدرسه یو علمي او عارفانه ځای دی. په دغه ځای کې خلک وحدانیت ته رابلل کېدل او ډېر ارزښتناک دی چې دا ځای بیاورغاول شي.»
ترکیې له اتلسو کلونو راهیسې ژمنه کړې ده چې دا تاریخي بنا بیارغوي خو تر اوسه یې د بیارغاونې کار د نا معلوم علت له امله نه دی پېل شوی.
د بهاءالدین ولد خانقاه په خامو خښتو او سورورو دېوالونو سره جوړه شوې ده. د دیوالو سور یې یو سلو لس سانټي مټرو ته رسېږي.
د تاریخي لیکنو له مخې دا ودانۍ په ۱۲۲۱زیږدیز کال کې پر بلخ د مغولو په برید کې ورانه شوې ده.
د بلخ یو فرهنګپال عبدالمتین هم وویل:«دا مدرسه زموږ د تاریخ او کلتور بېلګه ده، د هغه له منځه تلل زموږ د تاریخ له منځه تللو سره مساوي دي.»
حکومت پروسږکال کال د ترمیم تر وخته د دې ودانۍ د ړنګېدو د مخنیوي لپاره دا بنا په اوسپنې وپوښله.
اوس د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې حکومت دا تاریخي ودانۍ او دغه راز په غزني کې د ختیځ ستور پېژندونکي او منجم ته د منسوب قبر بیارغوي.
دوه کاله وړاندې هم د افغانستان دولت په ډیلي کې د دري ژبې د مشهور شاعر میرزا عبدالقادر بیدل د قبر او په خیبر پښتونخوا کې د پښتو ژبې د مشهور شاعر حمید مومند د قبر د بیارغول کېدو خبر ورکړی و.