Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سینما او تیاتر، مشهور لوبغاړی خاکسار ومړ

د هېواد مشهور کمیډین او سینمايي لوبغاړی عبدالاحمد خاکسار د سږو د ناروغۍ له امله د ۶۷ کلنۍ په عمر په کابل کې ومړ.

د هېواد دغه نوموتی سینمايي لوبغاړی په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال کې، د کندوز د خان اباد ولسوالۍ کې په یوې فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلی دی او څه باندې ۴۰ کاله یې د تیاتر او سینما په برخه کې خدمت کړی دی.

خاکسار خپلې لومړنۍ او د لېسې د دورې زده‌کړې د کندوز په شېرخان لېسه کې پای ته رسولي او په ۱۳۵۷ لمریز کال کې یې د کانکور ازموینې له لارې د کندوز دارالمعلمین ته لار پیدا کړه.

هغه له فراغت وروسته، په کندوز کې په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه وګومارل شو.

د ښاغلي خاکسار خپلوان او همکاران د هغه میړنه د افغانستان د سینمايي او کلتوري ټولنې لپاره یوه ستره تشه ګڼي.

د عبدالاحمد خاکسار زوی سروش احمد وویل:«له پښو نه ډېر ګړېده او وروسته ورته د سږو ستونزه پیدا شوه. سږي یې بند شوي وو او ساه یې نه شوی اخیستی. شخصي روغتون ته مو مراجعه وکړه؛ خو موږ ته یې ځواب راکړ.»

خاکسار په لومړي ځل، په ۱۳۶۱ کال کې د افغانستان په ملي راډيو ټلوېزیون کې پر کار پېل وکړ. هغه په ګڼو فلمونو، ټلوېزیوني پروګرامونو او تیاترونو کې رول لوبولی دی.

د عبدالاحمد خاکسار یو له کرکټرونو چې د هېوادوالو ترمنځ ډېر مشهور دی، د میرک کرکټر دی چې اوس هم ډېری خلک خاکسار د میرک په نوم پېژني.

کمیډین عبدالمنان حمیدي د عبدالاحمد خاکسار په اړه وویل:«له بده مرغه خاکسار موږ یې پرېښودو او له موږ ولاړ. دا یوه ستره تشه ده. یوه نه جبران کېدونکې تشه.»

کمیډین میر احمد قادري هم وايي:«خاکسار صاحب ډېر هنري اثار لري. څه په تیاتر او څه په فلم کې.»

عبدالاحمد خاکسار د ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۳۰مه د ۲شنبې پر سهار، د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۶۷ کلونو په عمر د کابل په ابن سینا روغتون کې ساه ورکړه او د کابل ښار د شاه شهید په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه