Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د څه باندې ۱۴۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي چې دغه وزارت په وروستیو دوو کلونو کې له هېواده بهر ته د څه باندې ۱۴۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

ډېری دغه لرغوني اثار د کابل، ننګرهار، بغلان او جوزجان له ولایتونو ترلاسه شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران طلوع‌نیوز ته وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته توانېدلی چې د امنیتي او کشفي ارګانونو په همکارۍ د ۱۴۶۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی وکړي او یوازې په ۱۴۰۲ کال کې یې د ۱۱۸۲ اثارو مخنیوی مو کړی دی.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، ډېرى هغه اثار چې له هېواده بهر قاچاقېږي، ګرانبیه سکې، د کوشانيانو د دورې اثار، د اسلامي دورې اثار او په ځانګړې توګه د ډبرې د دورې اثار دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند زیاتوي:«هغه اثار چې د هغوی په قاچاق کې ډېره هڅه کېږي، تاریخي سکې دي یعنې کوچني اثار دي چې ولېږدول شي. دغه اثار د کوشانیانو د وخت او د اسلامي دورو او ان ډبرې د وخت اثار دي.»

بلخوا، فرهنګپال او لرغونپوهان وایي، چې لرغوني اثار د هېواد د ملي پانګې یوه برخه ده او حکومت باید د هغو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

لرغونپوه ګل‌الرحمن قاضي طلوع‌نیوز ته په دې هکله وايي:«لرغوني اثار د افغانستان د تاریخ ښودونکي دي. افغانستان خپل یو پنځه زره کلن ارزښناکه تاریخ لري د هغه ساتنه او خوندینه یوه اړتیا ده.»

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین د کلتوري ميراثونو د ساتنې د نړۍوالې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې ویلي و چې، د اسلامي امارت مشر په هېواد کې د کلتوري او لرغونو اثارو د قاچاق او پلور د مخنيوي امر کړى دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه