سعیده اعتباري افغانه پېغله چې په غوږو کڼه ده د هغې په لاس جوړه شوې غاړکۍ د امریکا متحده ایالاتو په یوه موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې ده.
دغې نجلۍ چې د فیروز کوه په انسټېټیوټ کې د زرګرۍ په برخه کې روزنه لیدلې ده، دغه غاړګۍ یې له زمردو او سرو زرو څخه جوړه کړې ده.
هغې وویل:«د دوه میاشتو په اوږدو کې مې له زمردو او سرو زرو څخه غاړکۍ جوړه کړه، چې ۸ زره امریکايي ډالره ارزښت لري او اوس د امریکا په یوه موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې ده.»
د دغې غاړکۍ سربېره سعیدې نورې ګاڼې هم جوړې کړې دي.
د فیروزکوه انسټېټیوټ رییس عبدالوحید خلیلي وايي چې بهرني شرکتونه د ګاڼو د جوړولو لپاره نوې طرحې وړاندیز کړې دي.
هغه په دې اړه وویل:«هغه شرکتونه چې پېر او پلور ترسره کوي له دغو شرکتونو سره مو اړیکې ټینګط کړي دي. کله نا کله اثار دلته طرحه کېږي کله هم له شرکتونو راځي او دلته ګاڼې تولېدېږي او نړیوالو بازارونو ته معرفي کېږي.»
د دغه انستیتیوت د زرګرۍ زده کوونکي دلته دری کاله د زرګرۍ زده کړې کوي.
حسنا خرمي چې د دغه انسټیټیوټ د زرګرۍ د څانګې دویم کال زده کړیاله ده وایي، دغه څانګه يي د ځانګړې لېوالتیا له مخې انتخاب کړې ده.
حسنا وویل:«زما اصلي موخه ډایزینر کېدل دي. زه غواړم یوه ښه ډیزاینره شم او د دې ترڅنګ د څانګې په اړه مې زرګري انتخاب کړه.»
د فیروز کوه انسټیټیوټ د زر ګرۍ له څانګې هر کال ۱۲ کسان فارغېږي چې ۳۰ سلنه يې مېرمنې دي.