Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د کليوالي ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو توکو نندارتون

د بلخ ولایت د مزارشریف ښار کې د کليوالي ښځو د لاسي صنایعو او له کرنیزو توکو جوړو شویو تولیداتو درې ورځېنی نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون چې نن(چهارشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) پرانیستل شول، درې ورځې به دوام وکړي. نندارتون کې د هېواد له شمال او شمال ختیځو ولایتونو ښځو خپل په لاس جوړ شوي توکي په ۵۰غرفو کې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د نندارتون جوړوونکی، روح‎الله انور څرګندوي:«د دغه نندارتون له جوړولو مو، موخه د کلیوالي ښځو د لاسي جوړ شویو توکو د کچې لوړوالی دی.»

په دغه نندارتون کې د لاسي صنایعو ترڅنګ د ښځو په لاس کرل شوي، کرنیز توکي هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

Exabation

عاقله د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی دی.

عاقله وايي:«تر هغې چې موږ کلي کې یوو، زموږ توکي نه پلورل کېږي، او د خلکو له لیده لیري دي.»

د نندارتون بله ګډون کوونکې، زهرا زیاتوي:«موږ په مختلفو رنګونو کې دستکولونه راوړي دي، خلک زموږ محصولات ګوري او اخلي یې.»

شبنم عظیمي له بغلان ولایته نندارتون ته راغلي او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

شبنم وايي:«موږ کله چې نندارتون کې ګډون کوو، هڅه کوو چې له سوداګرو سره معرفي شو او توکي مو خرڅ شي.»

مرحبا خاک سار هم له بې ارزښته توکو، ارزښتناکه تابلوګانې جوړې کړې او نندارې ته یې وړاندې کړې دي، هغه وايي:«پر سرک له پرتو کاڼو مې یو کور، تابلوګانې جوړې کړې دي چې د مینې او یو بل پالنې ښکارندويې کوي.»

Exabation

په دې وروستیو کلونو کې سوداګرۍ او کرنې ته د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده. دوی په دې باور دي چې که ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي، نو پروړاندې به یې د تاوتریخوالیو کچه هم راکمه شي.

په دغه نندارتون کې د لاسي صنایعو ترڅنګ له کنیزو توکو جوړ شوي خواړه هم نندارې ته وړاندې شوي دي

شریک یي کړئ