د تېر ژوند یا «اوتګین کونلر »ناول چې سل کاله مخکې د ازبیک ناول لیکوونکي عبدالله قادري لخوا لیکل شوی خو اوس محمدحسن تولقین دا کتاب په فارسي ژباړلی دی.
د دغه کتاب ژباړونکی دا ناول د نړۍ له لسو ښو کتابونو څخه ګڼي.
محمد حسن تولقین په دې اړه وویل:«ما دغه ناول له سریلیک الفبا څخه په فارسي ازبیکي الفبا ژباړلی دی.»
یو شمېر لیکوالان د دغه کتاب منځپانګه د خاورې او مینې لپاره مبارزه بولي.
لیکوونکې فوزیه ارال څرګنده کړه:«د دغه کتاب اصلي اتل اته بیګ نومېږي ـ هغه اتل دی چې د هېواد د دفاع لپاره جګړه کوي او په هغمو شرایطو کې پر یوې نجلۍ مینېږي او له هغه سره واده کوي.»
د دغه کتاب د پرانیستلو په اړه جوړه شوې غونډې په څنډه کې د هېواد د ترک وګړو د لاسي صنایعو نندارتون هم پرانیستل شو.
د نندارتون د جوړېدو مسوول سراج الدین اندخويي په دې اړه څرګنده کړه:«دغه لاسي صنایع او لاسي کنډل شوي توکي جامې، چپنې، او لاسي بکسونه او غالۍ دي.»
د سلو کلونو په تېرېدو تراوسه هم اوتګین کونلر یا تېر پړاو په ازبکستان کې د خوښې وړ ناول دی.