Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سارک د کلتوري مرکز په توګه د بامیان پېژندل

بامیان ولایت د جمعې په ورځ د آسیا د سوېل د سیمه‎ییزو همکاریو ټولنې (سارک) د کلتوري مرکز په توګه، د ۲۰۱۵ کال لپاره وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې چې د بامیان په ښار کې په لاره واچول شوو، لوړوپوړو دولتي چارواکو او بهرنیو مېلمنو شتون درلود. د دغو مراسمو په پیل کې، د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق له مجسمې څخه پرده لیرې کړه.

د بودا دوه لویې مجسمې چې ۱۶۰۰ کاله لرغونتیا لري، په بامیان کې دي. دغه مجسمې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له لوري له دېنامېت څخه په ګټه اخیستو سره ویجاړې شوې.

مراسم د جمعې په ورځ د طلوع‎نیوز له لارې په ټول هېواد کې خپاره شول، چې په هغې کې ګڼ شمېر دولتي چارواکو او بهرنیو مېلمنو ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش ویناوې وکړې چې په هغې کې هغه اشاره وکړه چې په ۲۰۱۵ کال کې د سارک د کلتوري مرکز په توګه د بامیان ټاکل، په څو وروستیو کلونو کې د هېواد یو له سترو لاسته راوړنو څخه وه. هغه د سارک له غړو او نورو هېوادونو څخه وغوښتل ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي چې په تاریخ کې خپل اصلي ځای ته راوګرځي.

ښاغلی دانش په دغه ولایت کې زېربنايي کم‎کاریو ته په اشارې سره زیاتوي چې د حاجیګک د کار له پیل سره به، د دغه ولایت د خلکو لپاره دندییز فرصتونه برابر شي.

له وخت څخه په ګټې اخیستو سره، دانش خلکو ته ډاډ ورکړ چې دولت د اصلاحاتو په راوړلو کې ژمن دی او ډېر ژر به نوي والیان وټاکل شي.

د امنیت په اړه، دانش زیاته کړه چې له ننګونو څخه ډک کال وو خو دولت هر څه چې په توان کې ولري د مخالفینو په وړاندې به جګړه وکړي. هغه زیاته کړه چې " دولت نه‎غواړي چې خلک د سولې د خبرو اترو تر نامه لاندې ومري".

د اجراییه رییس دویم مرستیال، محمد محقق، د ښاغلي دانش له ویناوو څخه وروسته‎ څرګنده کړه چې د بودا مجسمې د "ناپوهه کسانو" له لوري ویجاړې شوې.

محقق د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دغه ډول اړینې ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته‎یې کړه چې " افراط پالنه د بشر د تمدن د ټولو تاریخي ارزښتونو په وړاندې یو خطر دی" او باید دغې ستونزې ته رسېدنه وشي.

د مالي مرستو په تړاو، محقق وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن کنفرانس څخه وروسته چې د ۸۵ هېوادونو، ۱۵ نړیوالو ارګانونو او ملګرو ملتونو په شتون کې په آلمان کې په لاره اچول شوی وو، په افغانستان کې مېلیونونه ډالر ولګول شول. خو، د هغه په وینا، دغه پيسې تل په سمه توګه نه‎دي لګول شوي.

پرته له دې چې جزئیاتو ته ولاړ شي، محقق وویل: " موږ باید له ګاونډیو هېوادونو سره یوې هوکړې ته ورسېږو، هغوی باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې اور به یوه ورځ هغوی ته ورسېږي. همداراز هغه زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډیان کولای شي د دغه اور په ګولولو کې مرسته وکړي".

هغه وروستیو همکاریو ته په اشارې سره داسې وویل چې، چین له افغانستان سره په مالي چارو او د سولې په خبرو اترو کې مرسته کړې ده.

محقق اشاره وکړه چې نړیوال ډېر ښه داعش او نورې ترهګرې ډلې پېژني، او هیله‎مندي یې څرګنده کړه چې نړۍ به په یو موټي توګه د دغې ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.

د خپلو ویناوو په پای کې، محقق زیاته کړه چې دولت په دې پوهېږي چې د دولت د باور د ترلاسه کولو لپاره، ټاکنیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې ټاکنیز چارواکي باید له دندې ګوښه شي او نوي کسان وټاکل شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال، محمد علم اېزدیار هم له وخت څخه په ګټې اخیستو سره، له ټولو هغو کسانو څخه چې بامیان یې د سارک د کلتوري مرکز په توګه پېژندلی، مننه وکړه. هغه له یونیسکو وغوښتل ترڅو د بامیان د تاریخي آثارو د ساتنې او سمبالونې لپاره مرسته وکړي، او همداراز د افغانستان دولت او بهرنیو هېوادونو څخه‎یې وغوښتل ترڅو د دغه ولایت د پراختیا لپاره لاس په کار شي.

د دغو دوو ویجاړو شویو مجسمو کوچنۍ مجسمه د شمامې په نوم او لویه مجسمه د سلسال په نوم ده چې تر ۲۰۰۱ کاله، په نړۍ کې د بودا له سترو مجسمو څخه وې.

د جمعې په ورځ، د دغو مراسمو په لړ کې د سلسال له یوې کوچنۍ مجسمې څخه پرده لیرې شوه.

بامیان ولایت د جمعې په ورځ د آسیا د سوېل د سیمه‎ییزو همکاریو ټولنې (سارک) د کلتوري مرکز په توګه، د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه