Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ورېښمو د لارې اومه جشنواره په بامیانو کې پرانیستل شوه

د سارک کلتوري کمپ او ورېښمو لارې اومه جشنواره د سلګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون نن په بامیانو کې پرانیستل شوه.

په دغې جشنوارې کې د ورېښمو لارې جشنوارې هنري کمپ،د فلم جشنواره،د سیمه‎يیزو خوړو جشنواره او د لاسي صنایع د پنځو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي.

بامیان د روان کال د غبرګولې په ۱۵ نېټې د اسیا د سیمه‎ييزو همکاریو سازمان یا سارک د کلتوري پلازمېنې په توګه ونومول شو.

په دغه فستیوال کې په سلګونو افغانانو او بهرنیو میلمنو ګډون کړی و.

د بامیان والي د سارک له غړو هېوادونو څخه غواړي چې بامیان د تل لپاره د دغه سازمان د خپرونو د ترسره کولو د مرکز په توګه ومني.

د بامیانو والي طاهر زهیر په دې اړه څرګنده کړه:"موږ له سارک څخه غواړو چې بامیان هېر نه کړي او دغه ښار د دغه سازمان د سکرتریت په توګه ومني ترڅو د سولې،دوستۍ او د دغه لرغوني ولایت د تاریخي مدنیت خپلو غړو ته ورسوي".

ښاغلي زهیر زیاته کړه: "د دغې جشنوارې پرانیستل د سارک د غړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ اغېزمنه ده او موږ هیله لرو چې د دغې جشنوارې په پای کې د سارک غړې هېوادونه خپل نظریات اعلان کړي".

د سارک سازمان په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې د سوېلي اسیا د خلکو د همکارۍ د کچې د لوړولو او د دوی د ژوند د کچې د ښه کولو لپاره رامنځته شوی دی.

هند، پاکستان، بنګله‎دېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان د دغه سازمان غړیتوب لري.

د دغه رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د سارک کلتوري کمپ او ورېښمو لارې اومه جشنواره د سلګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون نن په بامیا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه