د سولې لپاره زر موسکا؛د عکاسۍ یوه نندارتون نوم دی چې نن په کابل کې پرانیستل شو.د هغه جوړونکي وايي چې د هغه د ترسره کولو لپاره له شپږو میاشتو څخه وړاندې کار پیل شوی وه او دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره دوام وکړي.
د دغه نندارتون لومړۍ ورځ چې د دارالامان په ماڼۍ کې ترسره شوه:د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وه.
د دغه نندارتون جوړونکي چې د بشري حقونو او د مدني ټولنې پنځه نبسټونه دي،د دغو انځورونو د راغونډولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.
د کابل د دارالامان د ماڼۍ دېوالونه چې تراوسه د جګړې نښې په ځان کې لري؛نن د څو ساعتونو لپاره د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه د خلکو د موسکاو ننداره کوي.
تاسې کولای شئ د دغه رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه