Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: ځوانانو ته دې ډیر رول ورکړ شي

ملګري ملتونو د نړی او افغانستان له رهبرانو غواړي چې په خپلو هیوادونو کې د ځوانانو ته ډیر رول ورکړي او د دوی ستونزې دې هوارې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما وايي چې له ځوانانو سره کار کول د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د بامیانو په ولایت کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په ویاړ د بودا مجسمو ته څیرمه د موسیقۍ فیستیوال ترسره کړ.

په افغانستان کې د یوناما استازی وایي:«له ځوانانو سره کار کول او کار د ځوانانو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، د ملګرو ملتونو د سازمان ټول غړي هیوادونه باید د ځوانانو د ستونزو د هواري او د دوی د حقونو د تامین لپاره هڅې وکړي.»

د موسیقۍ په یاد فیسیتوال کې د ځوانانو، ماشومانو او ښځو ګډون د پام وړ ښکاریده.

په دغه چشنواره کې ماشومانو هم د سولې لپاره سندرې وویلې.

د فرزانې په نامه یوې ماشومې سندرغاړې وویل: «زه نه پوهیږم هغه کسان چې جګړه کوي، دوی څه ډول انسانان دي، دوی د ټولو انسانانو د کړاو لامل کیږي، موږ نور له جګړې ستومانه شوې یو.»

یو بل سندرغاړي، وحید قاسمي وویل:«ځوانان باید په ټولنه کې د هر ډول نابرابری پر وړاندې په یوه غږ سره غبرګون ښکاره کړي، دوی باید غلي پاتې نه شي.»

په همدې حال کې یوې بلې ښځینه سندرغاړې، آریانا سعید وویل: «سندرې ویل خلکو ته د پیغام لیږلو او د سولې غږ د پورته کولو یواځینې لاره ده تر څو نړی ته وښیو چې موږ سوله غواړو.»

همداراز د ورزشي نندارو ترسره کول د دې جشنوارې یوه بله برخه وه.

ملګري ملتونو د نړی او افغانستان له رهبرانو غواړي چې په خپلو هیوادونو کې د ځوانانو ته ډیر رول ورکړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه