په مزارشریف ښار کې د درې شمالي ولایتونو د نجونو له خوا د تخیلي نقاشۍ یو نندارتون ترسره شو.
د دغه نندارتون د ترسره کېدو موخه، د نقاشۍ هنر پراختیا او د هنري پنځونې لپاره د ځوانانو هڅول بلل شوي دي.
د دغه نندارتون یو له جوړونکو څخه عبدالغفور ابرام وايي چې له درې ولایتونو بلخ، سمنګان او جوزجان د ۴۵ نجونو هنري پنځونې په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د هغه په وینا دغو نجونو د درې ورځو په موده کې تخیلي نقاشۍ زده کړي.
ښاغلي ابرام په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«زموږ موخه د نقاشۍ هنر د پرمختللې بڼې دود ول دي چې د هغه یوه څانګه تخیلي نقاشي ده چې غواړو هغه دود کړو.»
د دې هنري اثارو پنځونکي وایي، هڅه یې کړې، دې کار سره یې د ټولنې ښېګڼې او بدګڼې نندارې ته وړاندې کړي او خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.
یوه له دغو نقاشانو څخه موسکا وویل:«د دغې نقاشیو له لارې زما پیغام دا دی چې افغانې مېرمې تل غواړي سرتاسري سوله ولري.»
بله نقاشه سعدیې هم په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ په نقاشیو کې دا مطلبونه بیان شوي چې باید شخصي وي ترڅو تړلې دروازې پرانیزي او د افغانستان خلک سولې او ارامښت ته وهڅوي.»
یو کال شوی، چې دیانا نقاشي زده کوي. دې له څو هنري اثارو سره یې په دغه نندارتون کې ګډون کړی.
د تورې دروازې رسمول د دې یو اثر دی، چې وايي د روښنایي ور پرانېزي او دا پیغام رسوي، چې د ناپوهۍ او تیارې دېوالنه باید ونړول شي او د روښنایۍ هغه پورته شي.
دیانا زیاته کړه:«یو کال کېږي چې نقاشي مې پیل کړې، کړنې مې څو تابلوګانې دي چې نقاشي کړې مې دي او دا هغه دروازه ده چې د سولې په خوا پرانیستل کېږي.»
د دې اثارو ډېر ننداره کوونکي ځوانان دي او دا هنر ستایي.
د دغه نندارتون یو لیدونکی سجاد چې زدهکړیال دی وايي:«دا شان پروګرامونه نجونو ته د روحیې ورکولو لپاره یو ښه بهیر دی چې د مېرمنو پر روحیې مثبته اغېزه لري.»
د دې اثارو پنځونکي وایي، کهڅه هم چې په ناامنیو کې لویې شوې دي، خو که یې ملاتړ وشي، کولی شي نور هنري پنځونې هم وکړي.