په اروپايي، امریکايي او اسیايي هېوادونو کې د افغانستان یوې فرهنګي ډلې، د «ګهوارې» په نامه یوه وېبپاڼه جوړه کړې، ترڅو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، د ماشومانو لپاره ځانګړې ترانې،کتابونه وژباړي او یا هم ولیکي.
دغه ۳۵ کسیزې ډلې چې له ژباړنو، لیکوالو، انځورګرو، او ایډیټ کوونکو څخه جوړه او د شپږو میاشتو په موده کې توانېدلي چې ۷۰ کتابونه وژباړي او یا ولیکي.
د ګهوراې ډلې اصلي بنسټ اېښودونکی ذبیح مهدي دی چې په جاپان کې د ماسټرۍ زدهکړیال دی.
د دغې ډلې اجرايي رییس چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلی وايي:«موږ په پام کې لرو هغه کتابونه چې د ګهوارې ډلې له خوا لیکل شوي په ښه او معیاري کیفیت سره په غږیز ډول هم چمتو کړو.»
هغه میندې او پلرونه چې لوستي دي، مطالعه کوي د ماشومانو د ادبیاتو پر ارزښت ښه پوهېږي، ګهوارې ویبپاڼې ته یې ژر لاسری شوی، ان تر دې چې ماشومان یې د ګهوارې د داستانونو د کرکټرونو له نومونو سره هم بلد دي.
افغانې فلم جوړونکې رویا سادات په دې اړه وویل:«د دې لپاره چې زموږ د ماشوم لید د پیدایښت او انسان ته یو ارزښتمن لید وي، باید ارزښتي تألیفونه، لکه مینه، تفاهم، د بېلابېلو فرهنګونو منل، صداقت، ریښتنولي، وفاداري او نور ارزښتي تألیفونه، چې له ماشوتوب څخه د ماشوم په ذهن او ضمیر کې حک شي.»
د دې په خوا کې، دغې فرهنګي ډلې، د داستانونو او شعر لسګونه کتابونه له نورو ژبو ژباړلي او ځینې یې خپله هم لیکلي.
د ګهوارې کار ډلهییز دی. لیکوالان، ژباړونکي، انځورګران او ایډیټران دې ډله کې کار کوي.
اوس نو د میندو او پلرونو مسؤولیت دی، چې له دې اسانتیاوو څه ډول سیمه ګټنه کولای شي.