Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل په غونډه کې د هېواد مالي نظام سمونې څېړل کېږي

د هېواد په ګمرکونو او مالي نظام کې د سمونو راوستل، د حکومت هغه مهمې ژمني دي چې د بروکسل په غونډه کې به وڅېړل شي.

یو شمېر سوداګر د هېواد په ګمرکونو کې د سمونو راوستل ډېر لږ بولي او وایي چې اوس‎مهال د ګمرکونو شاوخوا ۴۰ سلنه عواید غلا کېږي.

هېواد ته په قاچاقي توګه د خورا ډېرو توکو راوردېدل ؛ په ګمرکونو کې د عوایدو پر راغونډولو د جدي نظارت نشتوالی او د دغو عوایدوغلا کېدل ؛ د مالي اوګمرکي سمونو د پروګرامونو سختوالی او د حکومت په عاید ورکوونکو سرچینو کې بې نظمۍ هغه لاملونه دي چې د یو شمېر سوداګرو په وینا لا یې هم له امله د عوایدو لویه برخه له منځه وړي.

د افغانستان د متشبیثینو د بورډ غړی نظر محمد ستانکزی وايي:«تاسې وګورئ اوس د ګمرکونو رئیسان او د هغوی یو شمېر کارونکي، په ټولنه کې ډېرې پیسې لرونکي کسان دي؛لامل همدا دی چې دغه کسان ډېری شخصي ګټو ته کار کوي،نه د خلکو لپاره او په ګمرکونو کې د عوایدو د تالاترغۍ کېدو کې د همدغو کسانو لاسونه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د مالیې وزارت د هېواد د ګمرکونو او مالي ادارو په چاروکې د بېلابېلو ادارو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره خپل سرې او بې وخته څېړنې ناسمې بللې .

د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې په ګمرکونو کې ستونزې خورا ډېرې دې او باید مخه یې ونیول شي.

سوداګرآقاجان په دې اړه وویل:«زه فکر کوم رامنځه شوي اصلاحات موږ ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي؛تاسې فکر وکړئ د مالیې په وزارت کې یو قانون د سلواغې په میاشت کې توشیح کېږي، خو د کال له پیله پر هغه عمل کوي چې دا کارغیر قانوني دی او دا کار د پوښتنې وړ هم دی.»

خو د مالیې وزارت ویاند د سیکودا سکتا د معیاري سسټونو په کارونې او د هېواد په ګمرکونو کې په برېښنايي توګه د پیسو ورکړه په ګمرکونوکې د فساد د مخنیوي له مهمو پروګرامونوڅخه بولي .

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ اصلاحات پراخ دي او د فساد مخه نیسي؛خو تاسې وګورئ چې زموږ د عوایدو ظرفیت هم له هغې شمېرې څخه زیات دی چې راغونډو یې،خو دغه شمېر هغه مهال لاسته راتلای شي چې ډېره همکاري وي او فساد صفر وي.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د مالي چارو یو شمېر کارپوهان د مالي اوګمرکي نظام ښه وال دهېواد د اوسنیو اقتصادي ستونزو لپاره د حل یوازینی لاربولي.

دوی هېواد په مالي او ګمرکي ادارو کې د لازمو اصلاحاتو د راوستو لپاره د ملي یوالي حکومت ارادې ته د شک په سترګه ګوري .

د مالي او بانکي چارو کارپوه سیر قریشي څرګنده کړه:«تراوسه هم موږ ډېرې ستونزې لرو چې د حکومت سمونې هېڅ ویل کېږي؛ځکه چې دا اصلاحات واقعي نه دي.اوس د مالیې وزارت پر سوداګرو ډېر فشارونه راوړي چې بېلابېلې مالیې ځینې واخلي او دا کار مالیاتي تېښته رامنځته کوي.»

اوس‎ مهال په کال کې د هېواد ملي عواید چې له بېلابېلو سرچینو ترلاسه ۱۲۲ مېلیاردو افغانیو ته رسېږي او ویل کېږي چې د دغو پېسو نژدې نیمايي برخه د هېواد له ګمرکونو راټولېږي او د هېواد په کلنیو عوایدو کې د غیرمالیاتي عوایدو رول لا هم لږ دی .

د هېواد په ګمرکونو او مالي نظام کې د سمونو راوستل، د حکومت هغه مهمې ژمني دي چې د بروکسل په غونډه ک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه