Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بروکسل ناسته کې د افغانستان ملي عواید زیاتوالی او مالي اصلاحات څېړي

د بروکسل ناستې لپاره د ملي یووالي حکومت ژمنې د مالي اصلاحاتو څېړنه او د ملي عوايدو زیاتولی دی چې په دې ناسته کې به په جدي ډول وڅېړل شي.

که څه هم د هېواد مالیې وزارت په هېواد کې د مالي اصلاحاتو له راوستو او د ملي عوایدو زیاتوالي په اړه خوښ ښکاري، خو اقتصادي کارپوهان د ملي بودجې په تمویل کې د ملي عوایدو له ۳۰ سلنې ونډې سخته نیوکه کوي.

سږکال په هېواد کې د ملي عوایدو راغونډیدو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق لخوا ۱۳۲ میلیارده افغانۍ یعنې د تېر کال په پرتله۱۸ میلیارده زیاته ټاکل شوې ده.

د دې ترڅنګ د پیسو نړیوال صندوق او مرسته کوونکو بنسټونو تل هڅه کړې ترڅو پر حکومت د فشار راوړو سره ملي عواید لوړ کړي، اوسمهال د ملي بودیجې په تمیول کې د هېواد د ملي عوایدو ونډه ۳۰ سلنه ده.

په ګټورو پروژو کې د پیسو لګول، د عاید لروونکو نویو سرچینو پیدا کول، له فساد څخه د مخنیوی او د ملي عوایدو د تالا کېدو مخنوی، په ګمرکونو کې د معیاري سیستمونو څخه کار اخیستل او په مالي بنسټونو کې د فزیکي پیسو له چلند څخه مخنیوی او د عامه مالي مدیریت د نظام عملي کول د ملي یوالي حکومت د ژمنو په ټولګه کې شامل دي چې د هېواد د مالي نظام د اصلاح او ملي عوایدو د لوړیدو لپاره به د بروکسل په ناسته کې یاد شي.

د پوهنتون استاد، سید مسعود وايي:"یوه همېشنۍ ستونزه چې تل وه دا ده چې حکومت نشي کولی مرسته شوې مرستې ګټورو پروژو کې ولګوي او دا پروژې نشي پيژندی، دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده تر څو هغه مرستې چې په پروژو کې لګول کېږي ګټه وکړي."

له بلې خوا، د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي په هېواد کې د اوسنۍ بڼې د مالیاتو او ګمرکي تعرفو له راغونډولو خوښ نه دي. هغوی وايي چې اوسمهال سربېره پر دې چې ملي عواید تالا کیږي د مالیاتو د راغونډولو بڼه معیاري نه ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عامل پلاوي رئیس، عتیق الله نصرت څرګندوي:"سوداګر د مالیاتو له ډېروالي شکایت نه کوي بلکې د مالیاتو ورکړې چارې باندې نیوکه لري دا غیر عادلانه او ستونزمنه لاره ده او په دې برخه کې ستونزې شته خو زموږ هڅې د هوارۍ په موخه یې روانې دي."

په همدې حال کې، د ماليې وزارت وايي چې حکومت د نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او معتبرو مالي ادارو ته د خپلو ژمنو پوره کولو لپاره هڅه کړې ده، د یاد وزارت ویاند وايي، لومړنې شمېرې څرګندوي چې په لومړیو ۶ میاشتو کې د تېر کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله ملي عواید دوه دیرش سلنه زیات شوي دي.

د ماليې وزارت ویاند، اجمل حمید څرګندوي:"د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د ملي بودجې لپاره ملي عواید زیاد کړي او په رڼه توګه راټول شي او موږ هیله لرو چې سږ کال هم د ټاکل شوې موخې څخه زیات عواید ترلاسه کړو او له ډک لاس سره بروکسل ناستې ته ورشوو."

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي نړیواله ټولنه هڅه کوي د افغانستان د ځان بساینې په برخه کې ملي بودجه له ملي عوایدو تمویل شي. ویل کیږي چې نړیوال مرسته کوونکي اړ دي یوځل بیا د بروکسل په غونډه کې د سموونو رامنځته کولو په موخه د ملي یوالي حکومت ژمنې بیا ترلاسه کړي.

د بروکسل ناستې لپاره د ملي یووالي حکومت ژمنې د مالي اصلاحاتو څېړنه او د ملي عوايدو زیاتولی دی چې پ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه