Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بروکسل ناستې مخکې د غصب شویو ځمکو بېرته نیولو په موخه د حکومت هڅې

د اراضي خپلواکه اداره د بروکسل په غونډه کې د غصب شویو ځمکو د بیا نیونې او د ځمکو د غصب د دوام لړۍ له مخنیوي په اړه د راپور له ورکړې خبر ورکوي.

د دولتي ځمکو غصب هم هغه مسله ده چې د ملي یووالي حکومت یې د بروکسل ناستې لپاره د بیا نیولو ژمنه کړې، خو لیدل کې چې لا هم په هېواد کې دا لړۍ روانه ده.

د اراضي اداره ټینګار کي، چې دولتي چارواکي او زورواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري.

د اراضیو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسو رئیس، غلام حسین رحماني وايي: «دا طرحه د اوبو او راضیو او اوبو ادارې له خوا وروستۍ شوې ده او کابینې ته وړاندې شوه او له ټولو جزئیاتو سره به له فساد سره د مبارزې عالي شورا ته وړاندې شي له حزئیاتو او تورنو سره د هغوی کړنو سره تر تعقیب لاندې راشي.»

په همدې حال کې، د ملي شورا غړو او د غور مدني ټولنې فعالین هم د مشرانو جرګې یو غړی د شنې سیمې پر غضب تورنوي، دوی څرګندوي، هغه لیک چې د فیروز کوه ښاروالۍ غور مسوؤلو بنسټونو څخه د دغه کار د مخنیوي لپاره مرسته غوښتې وه، هم له رسنیو سره شریک کړی دی.

د مدني ټولنې غړی، حسین حکیمي وايي: «دولت نشي کولی چې پر هغوی قانون عملي کړي د غور والي او قومندان جرئت نلري چې په دې اړه خبرې وکړي، هیله ده چې مرکزې دولت په دې اړه عمل وکړي.»

د غور ښاروال، محمد عارف قاضي‎زاده وايي: «زه په خپله ورغلم او ورته مې وویل چې دا شنه سیمه ده او څوک نشي کولی چي دا د خپل کور برخه وګرځوي خو د مشرانو جرګې دې غړي غوږ ونه نیوه.»

د وروستیو څېړنو له مخې په تېرو ۱۴ کلونو کې کابو یو میلیون او ۲۰۰زره جریبه ځمکه چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه ډالره کېږي د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې ده او تر اوسه د هېواد د اراضي ریاست نه دی توانېدلی چې آن یو جریب هم بېرته ترلاسه کړي.

د اراضویو اداره وايي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره پروګرامونه لري.

د اراضي خپلواکه اداره د بروکسل په غونډه کې د غصب شویو ځمکو د بیا نیونې او د ځمکو د غصب د دوام لړۍ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه