د بروکسل ناستې ته د ملي یووالي حکومت بله ژمنه د کلیو د اقتصاد پراختیا ده او ټاکل شوې ده چې پر دې موضوع به هم د بروکسل په ناسته کې خبرې وشي.
په همدې حال کې، په هېواد کې کليمېشت له بد اقتصادي حالت څخه شکایت کوي او وايي چې اوسمهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
له بلېخوا ویل کې چې په وروستیو کلونو کې د نا امنیو له امله کليمېښتو د نا امنینو له امله خپل ځای پرېښی او ښارونو ته راکډه شوي دي او تر ټولو لویې ستونزې یې د نا امنۍ او بېکاري ده.
ویل کېږي چې اوسمهال د هېواد ۸۰ سلنه کليمېشته په سخت حالت کې ژوند کوي.
د کابل په بغمان ولسوالۍ کې یو تن کروندګر، بلبلشاه چې معیبوب هم دی، سره له دې چې پنځه جریبه ځمکه لري خو بیا هم تر ټولو بې وزله کس دی.
بلبل شاه وايي:"ستونزې زیاتې دي او زموږ اقتصاد هم خراب دی او کار مو اوس زیات حاصلات نلري او هر کال مو ځمکې له کښت څخه پاتې کېږي.د بروکسل په ناسته کې به د کلیو د اقتصاد پراختیا پر پروګرام خبرې وشي
د بروکسل ناستې ته د ملي یووالي حکومت بله ژمنه د کلیو د اقتصاد پراختیا ده او ټاکل شوې ده چې پر دې موضوع به هم د بروکسل په ناسته کې خبرې وشي.
په همدې حال کې، په هېواد کې کليمېشت له بد اقتصادي حالت څخه شکایت کوي او وايي چې اوسمهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
له بلېخوا ویل کې چې په وروستیو کلونو کې د نا امنیو له امله کليمېښتو د نا امنینو له امله خپل ځای پرېښی او ښارونو ته راکډه شوي دي او تر ټولو لویې ستونزې یې د نا امنۍ او بېکاري ده.
ویل کېږي چې اوسمهال د هېواد ۸۰ سلنه کليمېشته په سخت حالت کې ژوند کوي.
د کابل په بغمان ولسوالۍ کې یو تن کروندګر، بلبلشاه چې معیبوب هم دی، سره له دې چې پنځه جریبه ځمکه لري خو بیا هم تر ټولو بې وزله کس دی.
بلبل شاه وايي:"ستونزې زیاتې دي او زموږ اقتصاد هم خراب دی او کار مو هم ښه حال نه ورکوي او زموږ ځمکې هر کال له کښت څخه پاتې کېږي."
په بغمان ولسوالۍ کې بل کروندګر، اکرامالدین زیاتوي:"د روسانو له راتګ څځه وروسته موږ نور کښت نلرو او ځمکې مو خرابې شوې دي او اوبه هم د کر لپاره نلرو."
په کلیو کې د خلکو په ځانګړې توګه د کروندګرو د بد اقتصادي حالت لامل، روغتیايي او د پوهنې خدمتونو ته نه لاسرسی، د څښاک او کروندو لپاره د اوبو نشتون، د براښنا نشتوالی او په پراختیا کې نه انډول بلل کېږي.
یو شمېر کروندګر کروندګرو حالت ښهوالو لپاره د حکومت کړنې ناڅه بولي.
د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکیو باز محمد وايي:"اوس مهال مو کرنه ډېره کمه ده ځکه چې د حکومت له خوا له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې او موږ هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کلیو پراختیا وزارت د لنډمهاله کارونو ته زمینې برابرولو او د کلیومېشتو کسانو د اقتصادي ستونزو د هوارۍ په موخه د ښاري میثاق عملي کوي چې پر دې پروګرام به یو مېلیارډ ډالر ولېږي.
د کلیو پراختیا وزارت د پروګرامونو مرستیال، احمد شهیر شهریار وايي:"د ښاري میثاق عملي کول به د لنډ مهاله کارونو ترڅنګ اوږدمهاله کارونو ته هم زمنیه برابره کړي او د دې پروګرام یوه ځانګړنه دا ده چې په ټولیزه توګه به خدمات وړاندې کړي."
اوس مهال د هېواد کلیو مېشتو اقتصاد پر کرنې پورې تړاو لري. یو شمېر اقتصادي کارپوهان په تېر کال کې د کرنې په برخه کې د حکومت کارکړنې ناڅه بولي او زیاتوي چې لا هم کروندګر په پخوانیو لارو چارو کرنه کوي.
په دې اړه مو اندونه