Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رسماً په کارپیل وکړ

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي،نن د سې‎شنبې په ورځ له اداري فساد سره د جدي مبارزې لپاره ټينګار وکړ او د افغانستان له خلکو څخه غواړي چې له دغه بنسټ سره مرسته وکړي.

ښاغلي حمیدي په کابل کې د دغه بنسټ د کار په پیل غونډه کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې دغه مرکز په قاطعیت او چټکتیا سره خپل کارته دوام به ورکړي او تر هېڅ فشار لاندې به رانه‎شي.

لوي څارنوال چې ددغه مرکز مشري هم پر غاړه لري وايي چې په پرېکنده توګه او ځیرتیا سره به مبارزه وکړي او ددغه مرکز د کارونو پر روڼتیا ټینګار کوي.

لوی څارنوال فرید حمیدي په دې اړه وویل:«په پرېکنده توګه مبارزه کوم،په دغې لړ کې د عادلانه او انصاف لرونکې محاکمې لپاره ټول فرصتونه مراعت کوم.هر څوک چې تر شک او تورن لاندې راشي د خپلو ټولو حقونو څخه برخن دی.»

ښاغلی حمیدي د دې مرکز کار په ملي یووالي پورې اړوند ګڼي او له ټولو افغانانو غواړي له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې له نوموړي مرکز سره همکاري وکړي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:«په افغانستان کې له فساد سره به په دقت سره مبارزه وکړم.ونه شي چې له فساد سره مبارزه په یوه سیاسي بحث بدل شي.موږ په جدي توګه په دې اړه حساس یوو،ونه شي چې موږ له فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان د خلکو عزت او حیثیت او د آزادۍ حقوقو او کرامت په پام کې ونه نیسو.»

له بلخوا یو شمېر کارپوهان د دې مرکز د کار له پیلېدو هرکلی کوي خو خبرداری ورکوي که دا مرکز د پخوانیو ادارو په شان له فساد سره د مبارزې په کار کې بې پامي وکړي د فساد پرخلاف پر مبارزې به د خلکو بې باوري زیاته شي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد رشاد خطیبي څرګنده کړه:«خلک داسې انګېري چې دولت په خپله د فساد لامل دی.په افغانستان کې جوړنې او هغه کسان فساد زېږونکي دي چې د نظام په مشرتابه کې دي او دوی د ستر فاسدین دي.»

ولسمشر په دې وروستیو کې د اداري فساد د لویو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د څارنوالۍ د عمومي رئیس محمدالف عرفاني، د تحقیق د ځانګړې څارنوالۍ د رئیس شیرعلي، د اجرائیه رئیس روح الله عابد او د دغه مرکز د محکمې د رئیسې ظاهرې د مقررۍ حکم صادر کړی دی.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي،نن د سې‎شنبې په ورځ له اداري فساد سره د جدي مبارزې لپاره ټينګار

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه