Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل له غونډې څخه وړاندې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو غوښتنې

د ټاکنیز نظام د سمونو د ځانګړي کمېسیون رئیس د دغه مطلب په څرګندولوسره وايي چې د ټاکنیزو سمونو په اړه د ملي یووالي حکومت ژمنې د نړیوالې ټولنې لپاره ډېرې مهمې دي، نو له همدې امله حکومت باید په دغه لاره کې عملي ګامونه پورته کړي.

د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون رئیس د بروکسل تر غونډې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي او تر یوې میاشتې د غوراوي کمېټې او ټاکنو د نوي کمېسیون جوړولو ته هیله من دی.

د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانکړي کمېسیون رئیس شاه سلطان عاکفي وايي:«که‎چېرې حکومت وکړای شي چې د اساسي قانون د ۷۹ مې مادې پر بنسټ نوی تقنیني فرمان صادر کړي او نافذ کړي،د غواروي کمېټه د ټاکنیزو غړو د ټاکلو لپاره فعال شي او وکړای شي چې د ټاکنو یو نوی کمېسیون رامنځته کړي،په حقیقت کې په عمل کې یو لړ کارونه پیل شوي دي ځکه چې نوی کمېسیون رامنځته کېږي.هغوی باید د ټاکنو ورځ اعلان کړي د ټاکنو مهال‎وېش باید تصویب کړي چې دغه کارونه لومړني خو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره مهم دي او حتما د نړیوالۍ ټولنې له هرکلي سره مخامخ کېږي.»

په داسې حال کې چې حکومت پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د ملي شورا ټاکنې د حوزو په کچه ترسره کېږي، د دغه کمېسیون غړي وايي چې په دغې طرحه کې د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون وړاندیزي کڅوړه شامله نه ده.

د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي څرګنده کړه:«په داسې حال کې چې په افغانستان کې سرشمېرنه نه ده شوې،امنیت تأمین شوی نه دی په حوزو پورې د ټاکنې یا د حکومت په سلیقې سره د فرمایشي کسان چې د ناامنه برخو څخه به پارلمان ته راشي ترڅو د حکومت په ګټه پرېوزي او راتلونکی پارلمان به د حکومت په ګټه وي.»

د اجرایي ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ته یو شمېر نږدې کسان هم د دغې طرحې له رامنځته کېدو سره مخالف دي.

پر سیاسي هوکړې د څارنې کمېسیون رئیس محمد ناطقي ویلي دي:«زموږ په نظر د ولسي جرګې ټاکنې به د تېرو ټاکنو په څېر ترسره شي ځکه چې تراوسه هېواد د دغې طرحې پر بنسټ د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتو نه دی.»

خو پر ټاکنو څارونکې ادارې د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوستو او د ملي شورا د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د حکومت اراده کمزورې ګڼي.

پر ټاکنو د څارونکي بنسټ یا اکسین رئیس جانداد سپین غر وايي:«په داسې حال کې چې په سیستم کې اړین اصلاحات رامنځته نه کړو په کمېسیون کې بنسټيز بدلونونه رامنځته نه شي په کمېسیونونو کې د منلو وړ څېرې رامنځته نه شي،یوازې د ټاکنو په قانون کې یوازې له تعدیل سره ناشونې ده چې د نړیوالۍ ټولنې او د مدني ټولنې د غړو او خلکو قناعت تر لاسه کړو.»

په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل او د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کول د ملي یووالي حکومت د هوکړې له ژمنو څخه دي، خو کارپوهان په دې باور دي چې د افغان حکومت لخوا دا ژمنې نه دي عملي شوې.

د ټاکنیز نظام د سمونو د ځانګړي کمېسیون رئیس د دغه مطلب په څرګندولوسره وايي چې د ټاکنیزو سمونو په ا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه