ولسمشر غني د شنبې پر ورځ د څارنې او ارزونې پلاوي ګډې ناستې په ترڅ کې وویل چې د ملي یووالي حکومت د فساد پروړاندې مبارزه کې ژمن دی. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په نېږدې راتلونکې کې به د ملي یووالي حکومت مشران د بروکسل په ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده چې د بروکسل په ناسته کې چې د اکټوبر په میاشت کې به ترسره شي له فساد سره مبارزه د خبرو اترو مهمه برخه وي.
ولسمشر غني زیاته کړې ده: « ژمنه مو کړې وه چې فساد هغه څه چې زموږ د ارزښتونو روح یې ناوړه کړی دی، له منځه یوسوو.»
ده وړاندې وویل: «له فساد سره د مبارزې له پیل سره د دغې پروسې پر وړاندې ستونزې پیدا شوې دي. موږ ژمنه کړې وه چې موږ به قانوني حکومت چې عدالت ولري جوړوو، نه د زور او وسلې سره.»
غني څرګنده کړه:«افغانستان ته دموکراسي نه ورکول کېږي، بلکه افغانان یې جوړويي. موږ خپل تاریخ جوړوو.»
ولسمشر ټینګار وکړ چې په دولتي بنسټونو کې باید خلکو ته د ځواب ویلو خلک ووسي، او د ملي یووالي حکومت د یوه فاسد حکومت میراث لرونکی دی.
د بروکسل په ناسته کې به د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ بنسټونو استازي ګډون وکړي او د افغانستان له خوا به ولسمشر او اجرائیه رئیس ورشي.
په دې اړه مو اندونه