Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل په غونډه کې به د افغانستان د ځان بساینې طرحه وړاندې شي

د مالیي وزارت ځان بساینې ته د افغانستان د رسیدو په موخه د «سولې او ملي پراختیا» تر نامه لاندې یوه طرحه جوړه کړې ده. دا وزارت وايي دا طرحه به د بروکسل په ناسته کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي او همداراز په دې ناسته کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت ویاند، اجمل حمید عبدالرحیم‌زی وايي:«د افغانستان حکومت هڅه دا ده چې د عوایدو زیاتوالي سره پر ځابسیاینې ته ورسیږي او پر نړیوالې ټولنې تکیه کمه کړي.»

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان وايي تر هغه مهاله چې امنیت ټینګ او له اداري فساد سره مبارزه پيل نشي افغانستان به ځان بساینې ته نه رسیږي.

د سیاسي چارو کارپوهه، محبوبه سراج څرګندوي:«دلته د فساد او نا امنیو موضوع ډېره مهم ده چې لامل کېږي تر څو افغانستان ځان بسیاینې ته ونه رسیږي او موږ پر خپلو پښو ودریږو. او موږ باید لږه سرښندنه وکړو.»

د ملي شورا یو شمېر غړي وايي چې که د افغانستان حکومت په بروکسل ناسته کې ځانګړي پروګرامونه ونه لري، نو د ځان بسیاینې په برخه کې به د نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه نکړي.

د ولسي جرګې غړی، عبدالقادر ځاځی څرګندوي:«که د افغانستان حکومت وکولی شي د بروکسل په ناسته کې نړیوالې ټولنې ته په ښو پروګرامونو سره قناعت ورکړي، نو دوی به هم له افغانستان سره بنسټيزې مرستې وکړي.»

د بروکسل ناسته به تر راتلونکو دوو اوونیو بلجیم کې ترسره شي او د ملي یووالي حکومت هڅه کوې چې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله پورې افغانستان سره د نړیوال ټولنې مرستې ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت څرګندوي، نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۲ زیږیز کال کې له افغانستان سره ژمنې کړې وي د ۱۰۵ میلیارډه ډالرو مرسته کوي چې له ډلې یې ۸۵ میلیارډه لګول شوې دي.

د مالیي وزارت ځان بساینې ته د افغانستان د رسیدو په موخه د «سولې او ملي پراختیا» تر نامه لاندې یوه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه