Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل ناستې ته د امنیت او حاکمیت دوه بې‎لاسته راوړنې برخې

د بروکسل په غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی په اوسني وخت کې د ملي یووالي حکومت د کارونو چورلیز دی، خو د امنیت د ټینګښت څرنګوالی هغه موضوع ده چې په دغه غونډه کې یې به افغان چارواکي په اړه ځواب ویونکي وي.

په بدخشان کې وردوج او یمګان ولسوالۍ، په بغلان کې دهنه غوري، په سرپل کې کوهستانات، په هلمند کې موسی کلا او ناومیش هغه ولسوالۍ دي چې د ملي یووالي حکومت د کار په موده کې د حکومت له واکه وتلې او تراوسه هم طالبان پر دغو سیمو واکمن دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال، میرزا محمد یارمند څرګندوي":د مدیریت کمزورتیا ده، که سم مدیریت وی نو موږ به دومره ستونزې نه درلودې".

خو ملي دفاع وزارت په دې باور دی چې په افغانستان کې د ترهګرو پروګرامونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش زیاتوي":په هلمند کې مو د (طالبانو) د سوق او ادارې مرکزونه له منځه یوړل، زندانونه مو له منځه یوړل او د ماینونو جوړولو فابریکې مو ورانې کړې. په همدې ډول یې غوښتل چې په کندز کې د شمال د سوق ادارې مرکز جوړ کړي چې ناکام شول."

د قانون واکمني هم په مستقیمه توګه د امنیت له څرنګوالي سره تړاو لري ټاکل شوې چې حکومت د قانون دواکمنۍ په برخه کې هم د بروکسل په غونډه کې نړیوالې ټولنې ته د خپلو بریاوو په اړه مالومات ورکړي.

د حقوق پوهانو د اتحادیې د دارالانشاء رئیس، عین‎الدین بهادري بیانوي":د قانون حاکمیت لپاره لومړنۍ کار چې باید وشي د عدلي او قضايي بنسټونو کلکول دي چې دا کار نه دی شوی او زورواکي لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي".

له نړیوالې ټولنې د افغان حکومت تمه دا ده چې له افغانستان سره د هغوی مالي مرستې دوام وکړي، خو د ملي یووالي له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې تمه دا ده چې خپلې ژمنې عملي کړي او دا پيسې په سمه توګه ولګوي.

د بروکسل په غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی په اوسني وخت کې د ملي یووالي حکومت د کارونو چورلیز دی،

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه