Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه او افغانستان د بروکسل له غونډې په ګډه کوربه توب کوي

اروپایی ټولنه او د افغانستان دولت به د اکتوبر د میاشتی په ۴ او ۵ نېټه کې د افغانستان په هکله در بروکسل د غونډې ګد کوربه وي په دې غونډه کې به د ۷۰ هېوادونه او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي کډون وکړي.

د دغي غونډي موخه دا ده ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان لپاره داسې یو اصلاحي پروګرام ترتیب شي چي پر بنسټ یې د نړیوالې ټولنې سیاسي او مالي مرستي دوام ومومي او د سیاسي اقتصادي ثبات او پراختیا لامل شي.

اروپايي ټولنه د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه کنفرانس د اروپایي ټولني د شورا رییس ډونالډ ټاسک او ولسمشر اشرف غنی په ریاست چي د دغي غوندي پرانیستونکي هم دي ترسره کېږي.

اروپايي ټولنه وايي چې تر راتلونکي څلورو کلونو پوري د نوي ملي پرمختایي پروګرام تر عنوان لاندي د مالي مرستو دوام او اغېزمنتوب د افغانستان د با ثباته کېدلو لپاره اړین ده.

اروپايي ټولنه زیاتوي:«پراختیا او امنیت د دوو ننګونو په توګه پاتې دي او واقعي سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري. دغه دوه عنصر به نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان د سولې او له پولې اوښتې اقتصادي همکاریو لپاره د سیمه‎ييزو هوکړو په رامنځته کېدو کې به شامل کړي».

په بهرنیو چارو کي د اروپایی ټولني عالی استازي فډیریکا موګریني وایي:« افغانان سولې او ثبات ته اړتیا لري او د اروپایي ټولنې په ګدون مونږ ټول په دې لړ کې د دوی ملاتړ ته ځانګړې لېوالتیا لرو.»

مېرمن موګیرني زیاتوي:«دغه هېواد د ډموکراسۍ او پراختیا په لاره کي د شته ننګونو او ستونزو سره سره د پام وړ ژمنتیا له ځان څخه ښودلې او د اروپایي ټولني څخه پیل، نړیواله ټولنه باید د سولې او نېکمرغۍ په لار کې د افغانانو له هڅو څخه نه یوازي مالي بلکه سیاسی ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه کنفرانس د دغه کار لپاره یوه فرصت ده.»

د خبرپاڼې پر بنسټ د اروپایي ټولنې په استازیتوب ځانګړې استازې فدریکي موګیریني به د اروپایی کمېسیون د پراختیا کمېشنر نوین میمکا سره په ګده د دغه کنفرانس مشري وکړي.

د افغانستان لخوا به د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دغه کنفرانس مشری وکړي.

د افغانستان اجراییه رییس داکتر عبدالله عبدالله به هم هلته حضور ولري. په دې هکله د مالیه وزیر اکلیل حکیمی وایی:« د بروکسل غونډه د افغانانو او همکارانو لپاره یې یو فرصت دی ترڅو یوځل بیا د سولې د ګډ لیدلوري،ټیکاو او د افغانستان د نېکمرغي لپاره تجدید کړي.»

د اکتوبر په څلورمه به د کنفرانس په څنډه کی د ښځو د پیاوړتیا او د سیمه‎يیز همکاریو په اړه په لوړه کچه غونډې به ترسره شي.

اروپایی ټولنه او د افغانستان دولت به د اکتوبر د میاشتی په ۴ او ۵ نېټه کې د افغانستان په هکله در بر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه