Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کروناویروس له کبله د افغانستان د هوايي چلند سل میلیون ډالري زیان

هېواد کې د کرونا ویروس پراختیا د ملکي هوایی چلند ادارې په ګډون "کام اېر" او "اریانا" هوايي شرکتونو ته ۱۰۰ ملیون ډالر تاوان اړولی دی.

د ملکي هوایي چلند ادارې رییس، محمدقاسم وفایي‌زاده وايي په هېواد کې د هوایي چلند سکتور د ودې او پراختیا لپاره يې بېلابېل پروګرامونه او دغه راز د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې يې د بنسټونو په برخه کې پانګوونې په ګډون ګڼ کارونه تر لاس لاندې دي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه د کرونا ویروس له کبله د اریانا او کام اېر شرکتونو ۴۰ میلیونه او زیان کړی او د هوايي چلند ادارې عواید هم د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه کم شوي دي.

دی وړاندې وايي:«ښایې هوايي شرکتونه له موږ سره همغږي ووسي چې د هوايي چلند ادراې ملاتړیزه پالیسي بریالۍ وه، په داسې حال کې چې هوايي شرکتونو په ځانګړې توګه اریانا او کام اېر زیانونه ګاللي و، خو په داسې حال کې نه دي چې له ماتې سره مخامخ وي.»

خو د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر رییس، سیدعمر صبور دغه هوايي ډګر ته د خلکو د کورنو نېږدې والي له کبله وايي، دا به غوره وي چې د کابل لپاره یو بل نړیوال هوایی ډګر جوړ شي.

هغه زیاتوي:«حامد کرزي هوايي ډګر د کابل ښار کې دی، د خلکو کورنو منځ کې دی، تاسې وګورئ  چې خوندي نه دی او د غاصبینو له کبله یې شاوخوا لوړپوړې ودانۍ او کورونه جوړ شوي دي، او ان دا چې د هوايي قراول ته نېږدې یو رستورانت جوړ شوی دی او د شپې موږ ورسره ستونزې لرو.»

د هېواد د  هوايي چلند ادارې رییس کابل کې د بل هوايي ډګر د جوړولو موضوع په تړاو د لوګر هوايي ډګر له جوړولو خبره کوي.

هغه زیاتوي چې یاد هوايي ډګر به تر ۲۰۳۰ زیږدیز کاله پورې په کار پیل وکړي، خو تر هغې د حامد کرزي هوايي ډګر ظرفیتونو لوړولو ته اړتیا ده.

د چارواکو په وینا تر اوسه د کرونا ویروس له کبله د اریانا او کام اېر شرکتونو ۴۰ میلیونه او زیان کړی او د هوايي چلند ادارې عواید هم د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه کم شوي دي

شریک یي کړئ