Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانیو په ارزښت کې زیاتوالی؛ یو ډالر په ۹۴ افغانیو تبادله کېږي

په تېرو څو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه په بې سارې توګه راټیټه شوې، نن د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه ۹۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په صرافیو کې يو امريکايي ډالر له يو سلو یوه نه تر یوسلو دوو افغانيو او تېره ورځ یو ډالر له ۱۲۰ تر ۱۳۰ افغانیو تبادله کېده.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند وویل، ټولنه له مرکزي بانک سره یو ځای کوښښ کوي تر څو د ډالرو د قاچاق مخنیوی و کړي. د اتحادیې په وینا، مرکزي بانک ویلي چې کافي ډالر لري او د اړتیا په صورت کې به یې بازار ته وړاندې کړي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وویل: "په افغانستان بانګ کې پانګه او ډالر شته، د اړتیا په صورت کې به یې بازار ته وړاندې کړو. موږ د دښمن تبلیغات شنډ کړل، د دښمن تبلیغات شنډ شول او د افغانۍ ارزښت په ښه حالت کې دی."

په دې وروستیو ورځو کې په بازارونو کې د ډالر د بیې له لوړېدو سره د د لومړنیو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

يو هټيوال محمد کاظم وایي: "ډالر بې ثباته شوی وو او بيې لوړې شوې وې. له پرون راهیسې ډالر د یو څه مودې لپاره باثباته وو، خو لا هم ثابته نه ده او هیڅوک ډاډه نه دي چې ایا دا به په ورته نرخ پاتې شي که نه."

د کابل اوسېدونکی مرتضی وايي: "له اوسني حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې عرضه او تقاضا کنټرول کړي او د اسعارو کنټرول په لاس کې واخلي".

ښاریان له اسلامي امارت غواړي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو مخه ونیسي او هم په بازارونو کې د اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه