مالیې وزارت وايي، اسلامي امارت به د قوش تېپې کانال بودیجه له هرې ممکنه لار تمویل کړي او هیلهمندي ښيي چې د پروژې د لومړي فاز په بشپړیدو او د هغې د عوایدو په ترلاسه کولو سره به د پروژې پاتې کارونه هم تمویل شي.
مالیې وزارت د قوش تېپې کانال د پروژې د لومړۍ برخې د جوړېدو لګښت ۱۶ مېلیارډه افغانۍ ټاکلی. دا وزارت زیاتوي، په لومړي کال کې به دې پروژې ته تر ۸ مېلیارډه افغانۍ ځانګړې شي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «کله چې یې لومړی فاز بشپړ شو، بیا د کانال شاوخوا ځمکې موږ ته پهخپله عواید لري او هغه عواید چې تر لاسه کوو، په همدې یې بشپړوو.»
د دې کانال د جوړولو مسوولیت د مالیې وزارت د ملي پراختیا شرکت پر غاړه دی.
د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، د قوش تېپې کانال به د هېواد په شمال کې شاوخوا ۳ مېلیونه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او په وینا یې افغانستان به د کرنې له اړخه پر ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین وايي: «که موږ غنم هم وکرو، افغانستان د زراعت په برخه کې پر ځان بسیا کېږي. په نورو برخو کې به هم کرنه کوو او موږ د دې لپاره ښه پلانونه لرو.»
خو د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، د قوش تېپې کانال د پروژې د عملي کولو لپاره تخنیکي ظرفیت نشته او د پراختیايي بودجې کمښت ته په کتو د دغې پروژې بشپړول به ستونزمن وي.
د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب وايي: «له بهرني ملاتړ پرته له کورنیو سرچینو د دې تمویل د اندېښنې وړ دی، ځکه اوسمهال د افغانستان اقتصاد له پاشل کېدو سره مخ دی، بانکي سکټور له مالي ستونزو لاس او ګریوان دی.»
د افغانستان خصوصي سکتور هم په دې پروژه کې پانګونې ته لېواله دی؛ خو له اسلامي امارته غواړي چې، د پانګونې تشویقي بستې پانګوالو ته برابرې کړي.
د کابل د صنایعو او کانونو خونې د عامل رییس عبدالکریم عظیمي وايي: «که حکومت وتوانېږي چې منظمې تشویقي بستې د خصوصي سکټور لپاره پر مېز کېږي او د هېواد صنعتکاران او پانګهوال پهدې پروژو کې پانګهونه وکړي.»
داسې پتېل کېږي چې د قوش تېپې کانال به په دوو برخو کې د ۶۰ مېلیارډ افغانیو په لګښت سره جوړ شي او د هغې په جوړېدو سره به په یوه ثانیه کې ۶۶۰ متر مکعب اوبه ولېږدول شي.
د قوش تېپې کانال د افغانستان یو له لویو کانالونو شمېرل کېږي چې له جوړېدو سره به یې د شمال د درېیو ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
دا کانال چې ۲۸۵ کېلومټره اوږدوالی لري، د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي او د حیرتان له دښتو په تېرېدو سره د جوزجان اقچې ولسوالۍ او بیا د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.
په دې اړه مو اندونه