ترکیې د هېواد له کرنې او اوبو لګولو وزارت سره د مڼو، ناکو او بهي د شلو زرو نیالګیو مرسته وکړه.
ټاکل شوې دا نیالګي په کابل، پروان، پنجشېر، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو کې ووېشل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له نورو هېوادونو هم غواړي چې د کرنې په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست عبدالرحمن راشد وايي: «په افغانستان کې د تریاکو منع کېدل په نړۍ کې یو ښه خبر دی، خو موږ له نړۍ هم هیله لرو چې د کرنې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، څو پر ځان بسیا شو.»
نوموړی زیاتوي، د کرنې په برخه کې د ترکیې د مرستو دویمه کڅوړه به هم ډېر ژر کابل ته راولېږدول شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست عبدالرحمن راشد وايي: «افغانستان ته نور نیالګي هم د رالېږلو په حال کې دي. ۳۲ زره نیالګي رالېږدول کېږي. په نږدې وخت کې به راورسېږي.»
ورته مهال د تیکا دفتر رییس ذهتو چال وايي: «دا نیالګي د ترکیې د میوو د نیالګیو په څېړنیز انسټیټوټ کې روزل شوي او سرټفیکېټ هم لري. موږ ډاډه یو چې ښه ثمر به ورکړي.»
له دې نیالګیو یو شمېر به یې د څېړنې لپاره د کابل، پروان او پنجشېر پوهنتونونو ته ولېږدول شي.
په کابل کې د ترکیې سفیر وايي، له افغانستان سره به د کرنې په برخه کې دا ډول مرستې دوام وکړي.
په کابل کې د ترکیې سفیر وايي: «د کرنې سکټور تل زموږ په لومړیتوبونو کې دی؛ ځکه په دې سکټور کې خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او افغانستان به پر ځان بسیا کړي.»
د ویلو ده چې د هېواد شاوخوا ۷۵ سلنه اوسېدونکي پر کرنیزو چارو بوخت دي او له همدې لارې خپل ژوند پر مخ وړي
په دې اړه مو اندونه