غالۍ د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي، خو د هوايي دهلیز له لارې د صادراتو د بهیر په درېدو سره د غالیو پر صادراتو منفي اغیز کړی دی.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې د صادراتو په ځانګړي توګه بهر ته د غالیو د لیږد په برخه کې به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د دغه وزارت سرپرست وایي، په تېر کال کې یو مېلیون متر مربع افغاني غالۍ نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «د غالیو صادراتو په برخه کې نږدې یو مېلیون متر مربع ډېروالی لرو او غالیو صادارتو ته مو ځانګړې پاملرنه کړې.»
ورته مهال د غالیو د مولدینو او صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، د هوايي دهلیز له لارې د الوتنو د نشتوالي له امله اوس د افغانستان غالۍ یوازې پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي.
د دې ټولنې مسوولان د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د هوايي دهلیز له لارې د غالیو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د غالیو د مولدینو او صادروونکو ټولنې د مدیره پلاوي غړی محبالله کوهي وايي: «زموږ دولت هڅه کوي چې له متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې سره خبرې وکړي، څو په الوتنې په عادي ډول وشي اوس مهال ابکستان، ترکمنستان او تر ډېره بریده پاکستان ته صادرات ډېر دي.»
له دې سره سم، د غالیو یو شمېر پلورونکي هم د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت لري او وايي چې، له یوه کال راهیسې یې د غالیو په پلور کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
د غالیو پلورونکی محمد احسان وايي: «خلک دلته له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او پېرېدل نهشي کولای، زموږ ډېری هېوادوال چې بهر وتلي، له هغه ځایه فرمایش ورکوي او په کور دننه څوک د پېرېدلو توان نهلري.»
د هېواد په لرو پرتو سیمو او کلیو کې د غالیو اوبدل یو پخوانی صنعت بلل کېږي او په ځانګړې توګه د هېواد د شمالي سیمو خلک له همدې لارې خپل ژوند چلوي.
په دې اړه مو اندونه