Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوچا په افغانستان کې د ژمنیو مرستو لپاره ۶۱۴مېلیون ډالرو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، چې د راتلونکي ژمي په درې میاشتو کې دغه اداره ۶۱۴ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري څو افغانستان ته بیړنۍ بشري مرستې برابرې کړي.

دغه اداره وایي چې په افغانستان کې له ۲۴ مېلیونه زیات خلک د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي:«ژمي ته د چمتووالي په برخه کې د لومړيتوبنو د معلومولو او دغه راز د سرپناه او ژمنیو جامو او کمپلو د برابرولو لپاره نږدې ۶۱۴ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.»

په ورته مهال د خوړو د نړیوال پروګرام شمېرې ښي چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې له ۲۱ مېلیونه زیاتو وګړو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې دي.

ناجیه یوه بې وزلو مېرمنو ده. دا وایي چې مېړه یې د سړک پرغاړه توکي پلوري، خو ګټه وټه یې دومره نه ده.

دغه مېرمن له مرستندیو  بنسټونو غواړي چې خپلې مرستې په رڼه توګه ووېشي.

د کابل اوسېدونکې ناجیه وايي:«هېڅ نه لرو پنځه ماشومان لرم د ورځې سل یو نیم سل روپۍ کار کوي. لېورونه مې وزګار دي یوه خو یې خپل اعصاب له لاسه ورکړي دي هېڅ کار و بار یې نه ده زده. په دغه وطن کې څه وکړو.»

بل خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې تر اوسه مرستندیو بنسټونو ورسره مرسته نه ده کړې.

د کابل اوسېدونکې سهیلا وویل:«مرستې د ټولو لپاره دي د افغانستان د ټولو خلکو لپاره دي د شاه او ګدا لپاره اوس موږ ټول خبر یوو هغو کسانو چې پّ دولت کې کار کاوه بې کاره دي.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام شمېرې ښيي،چې په تېرو نهو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له یوویشت میلیون تنو سره مرسته شوې ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني څرګنده کړه:«په دغو مرستو کې د څه باندې ۶۱۰ زره مټریک ټنو خوراکي توکو وېش شامل و، لکه څنګه مې چې مخکې وویل وېش یا د نغدو پیسو په بڼه او یا هم د کوپون په بڼه کابو ۱۷۰ مېلیونه ډالره کېږي، زموږ مرستې دوام لري او د ژمي لپاره پلان لرو چې مرستې پراخې کړو.»

تر دې وړاندې د خوړو  نړیوال پروګرام ویلي دي،چې په راروان ژمي کې ۱۷۲ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري څو په لېرې پرتو سیمو کې پر اړمنو ۱۵۰ زره ټنه خوراکي ووېشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه