د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې څه باندې اوو سوو ښځو او نجونو د ورېښمو د یوه سهامي شرکت په جوړېدو سره په کار بوختې شوې دي.
دغه مېرمنې او نجونې له ورېښمو د جوړو شویو جامو او رختونو د تولید ټولې چارې په خپله پر مخ وړي. دوی وايي، تر ډېره د خپلو کورنیو د ورځنیو لګښتونو مسوولیت هم پر غاړه لري.
سیما ساعي په زنده جان ولسوالۍ کې د ورېښمو په یوه وړه کارخونه کې د رختونو پر اوبدلو بوخته ده. دا ۲۵ کلنه نجلۍ له تېرو شپږو کلونو را پهدې خوا د ورېښم اوبدلو پر صنعت بوخته ده.
نوموړې کوم عاید چې له دې ځایه ترلاسه کوي، د خپلې کورنۍ په اقتصادي وده کې یې ښه رول لوبولی دی.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ اوسېدونکې سیما ساعي وايي: «موږ په ورځني ډول دوه یا درې عدد دستمالونه ګنډو او ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ تر لاسه کوو.»
د سیما تر څنګ یو شمېر نورې مېرمنې هم دلته په کار بوختې دي. د دغو مېرمنو په خبره، د تېر پرتله یې کاروبار پیکه شوی دی.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ اوسېدونکې مریم عثماني وايي: «شپږ کاله کېږي چې دلته کار کوم، دا زموږ لپاره ښه وو او عاید مو هم درلوده.»
د دې ولسوالۍ یوه بله اوسېدونکې وايي: «یو کال شو چې زموږ کارونه پیکه شوي، ځکه چې پلور نهلري.»
دې مېرمنو په هرات کې د ورېښمو صنعت وده کړې ده، ځکه دوی د ورېښمو ټولې چارې په خپله پر مخ وړي.
په هرات کې د ورېښمو کارخونې مسووله مریم شیخ وايي: «په کور دننه او بهر نندارتونونه تړل شوي، ټولو هغو کسانو چې زموږ تیکه به یې اخیستله، بهر تللي. له بده مرغه اوس هېڅوک نهشته چې زموږ محصولات وپېري.»
د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې ژیلا حکمت وايي: «له بهره هېڅوک نهدي راغلي چې خپل شالونه پرې وپلورو او نندارتونونه هم نهدي جوړ شوي.»
د ورېښمو صنعت زیاته برخه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ده. د دغه صنعت چارې چې تر ډېره د مېرمنو له لوري پر مخ وړل کېږي، تېرو کلونو کې یې ښه بازار درلود، خو له تېر یوه کال راهیسې د دغه صنعت کاروبار هم پیکه شوی دی.
په دې اړه مو اندونه