Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وايي، هند ته د افغانستان صادرات ۲۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال له پیله تر اوسه پورې له دېرشو ټنو ډېر سوداګریز توکي هند ته صادر شوي او افغانستان له دې لارې څه باندې څوارلس میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

نوموړی وايي، دغه وزارت هم هڅې کوي چې د هوايي دهلیز له لارې هند ته د سوداګریزو توکو د صادراتو لړۍ بیا له سره پیل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د ۱۴۰۱ کال په شپږو میاشتو کې الحمدلله زموږ سوداګرۍ ښه وده کړې، له هندوستان سره زموږ له ۱۴ مېلیارډ افغانیو ډېره سوداګري وه او څه باندې دېرش مېلیونه ټنه صادرات مو کړي دي.»

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغانستان هند ته تر ډېره تازه او وچې میوې صادروي او په کال کې هند ته د افغانستان د صادراتو کچه تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د دې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «اوس موږ وچه او تازه مېوه صادروو، اوس زموږ انار، مڼه او وچه مېوه هغې غاړې ته ورځي.»

هند ته د افغانستان ډېری سوداګریز توکي د واګه بندر له لارې صادرېږي.

یو شمېر سوداګر وايي، په بندرونو او په ځانګړې توګه په واګه بندر کې د ستونزو د حل لپاره باید د افغانستان، هند او پاکستان تر منځ د همکاریو یوه هوکړه لاسلیک شي.

سوداګر محبوب‌الله محمدي وايي: «که د هند حکومت له پاکستان او افغانستان حکومتونه سره د واګه بندر په برخه کې هوکړې ته ورسېږي او د پاکستان له لارې استفاده وکړي، څو درې واړه هېوادونه په منظم ډول ټرانیزیټ ته ادامه ورکړي.»

یو بل سوداګر زلمی عظیمي وايي: «اوس چې د هند او پاکستان تر منځ څه ستونزې پېښې زموږ سوداګر ترې اغېزمن کېږي، که د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزې پیدا کېږي، سوداګري د سیاست پر بنسټ څرخېږي، په همدې لحاظ زه له ټولو رهبرانو غواړم چې سوداګري له سیاسته جلا کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، هر کال شاوخوا ۹۳ زره ټُنه سوداګریز توکي د واګه بندر له لارې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه هند ته صادرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه