Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غالیو پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي د اوبدونکو او پلورونکو اندېښنه

یو شمېر غالۍ اوبدونکي او د غالۍ اوبدونکو شرکتونو خاوندان د غالۍ د پلور لپاره د بازار له نشتوالي اندېښمن دي.

د غالیو یو سوداګر وايي، د تېرو کلونو پر تله یې په تولیداتو کې ډېروالی راغلی، خو په وینا یې د خرڅلاو بازار یې پیکه دی. دوی له مسوولینو غواړي چې په هېواد کې د دغه صنعت د ودې لپاره لا ډېره زمینه برابره کړي.

د غالیو سوداګر احسان‌الله وايي: «زموږ تولید ډېر شوی او دلیل یې دا دی چې د رژیم له بدلون وروسته ډېر خلک بې‌روزګاره شوي او د غالیو اوبدلو ته یې مخه کړې ده.»

د غالیو سوداګر ابوذر کاظمي زیاتوي: «عرضه دوه برابره شوې او اوس تقاضا کمه شوې ده او دا د دې باعث کېږي چې په خپله بیې راټیټې شي.»

له بل لوري، د غالیو اوبدونکو ټولنه سره له دې چې، د خپلو تولیداتو له ډېرښته خبر ورکوي؛ خو له هېواده بهر د هېواد غالیو لپاره د نندارتونونو له کم جوړېدو شکایت لري.

د غالیو اوبدونکو ټولنه تخنیکي مرستیال قربان علي جمشېدزاده وايي: «اسیاي او اروپايي هېوادونه نندارتونونه جلا-جلا جوړېدل، موږ کولای شول چې دې ننداتونونو کې ګډون وکړو او خپل تولیدات هلته نندارې ته کېږدو، څو نوي مشتریان لاجلب کړو، له بده مرغه سږ کال په‌دې ونه توانېدلو.»

غالۍ اوبدونکې صدیقه وايي: «د افغانستان غالۍ ښځې اوبي او دوی ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او موږ هېڅ نه هڅول کېږو، موږ د کورنۍ ګټیالۍ یوو، زموږ اقتصاد ډېر ټیټ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه غالیو اوبدونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. صدیقه یو له دغو ښځو ده او له څلورو کلونو راهیسې غالۍ اوبي.

غالۍ اوبدونکې عارفه وايي: «موږ د غالیو پلورنکو ټولنې مسوولانو غواړو چې د افغانستان غالۍ د افغانستان په نوم بهر ته صادر کړي او غواړو د افغانستان د ښځو لاسته راوړنه بې‌ځایه لاړه نه‌شي.»

غالۍ اوبدونکې شریفه وايي: «د هېواد تولیدات لوړ دي، همدا اوس ډېر خلک غالۍ اوبي، خو عاید نه‌لري.»

تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د صادراتو او په ځانګړې توګه د غالیو د صادراتو په برخه کې به نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه