Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګرۍ وزارت: په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې درې زره ټنه جلغوزي صادر شوي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په تېرو اتو میاشتو کې د سیمې هېوادونو، اروپا او امریکا ته له درې زره ټنه زیات جلغوزي صادر شوي دي.
د یاد وزارت په وینا یوازې په اتو میاشتو کې له دوه زره او دوه سوه ټنه زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي د جلغوزې د صادراتو لپاره هڅې لا هم روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «موږ هڅه کوو چې له بېلابېلو هېوادونو سره د هوايي دهلېز له لارې ونښول شو او زموږ خبرې دوام لري. همداراز موږ هڅه کوو چې خپلو سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړو، څو وکولای شي، ژر تر ژره نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ولري.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دمګړۍ څه باندې ۳ زره ټُنه جلغوزې صادرولو ته برابر دي او همداراز له اسلامي امارته غواړي چې، د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «جلغوزه ان د وري او غويي میاشتې پورې سیزن او بازار لري چې باید ولېږدول شي، اوس چې یې یو دوه میاشتې لېندۍ یې تېره شوې او مرغومی اوس پیل شو، همدا میاشت یې ښه سیزن دی، ځکه په ژمي کې ډېر کارول کېږي.»
له بل لوري یو شمېر کروندګر بیا وايي چې، د تېر کال پر تله سږکال د جلغوزې په محصولاتو کې له لس تر پنځلس سلنې کمښت راغلی دی.
کروندګر فرید وايي: «د د ټول افغانستان، خوست، پکتیا، پکتیکا، همداسې د لغمان، کاپیسا، ننګرهار دغه منطقې د تېر کال په نسبت بېخي کم و، تقریباً لس، پنځه لس فیصده کم و، زما په نظر سږ کال یې حاصلات شل زره دوه زرو بوریو ته رسږي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې څه باندې ۵ زره ټُنه جلغوزې د هوايي دهلیز له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه