Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۱ کال په نهو میاشتو کې د صادراتو ډېرېدل

د ریاست الورزا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د ۱۴۰۱ لمریز کال په ۹ میاشتو کې بهر ته د هېواد د صادراتو کچه یو مېلیارډ او ۴۲۴ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د صادراتي توکو د عوایدو د زیاتوالي لامل د دغه وزارت له‌خوا سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو او کوښښونو په پایله کې زموږ درنو سوداګرو ته اسانتیاوې برابره شوې او زموږ صادرات ډېر ښه و، په‌دې کې ډېری وچه مېوه، تازه مېوه، پنبه، د ډبرو سکاره او سبزي وو.»

بل‌خوا، سوداګر وایي، د ګمرکي اسانتیاوو زیاتېدل او نورو هېوادونو ته د الوتنو زیاتوالی د هېواد د محصولاتو پر صادراتو ډير مثبت اغېز کولای شی.

سوداګر امید حیدري زیاتوي: «د ګمرکي اسنادو پروسه دې اسانه کړي، د دې تر څنګ دې منځنۍ اسیا او اروپا ته چې مخکې مو ډېرې الوتنې درلودې، دا الوتنې دې ډېرې کړي، څو وکولای شو، خپل کرنیزو توکي بازارونو ته لا ډېر ورسوو.»

د کابل د صنایعو او کانونو خونې رییس محمد کریم عظیمي وايي: «باید ډېر کارونه وشي، په نړیواله کچه زموږ کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي او د صادراتو ډېرېدل په اصطلاح د سوداګرۍ انډول د برابرېدو باعث ګرځي.»

کرنیز محصولات، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې او توليدي توکي د هېواد په صادراتي توکو کې راځي. د ریاست الوزراء معاونیت د شمېرو له مخې، د افغانستان تر ټولو ډير توکي لوېديځو، عربي، د منځنۍ اسیا، چین، پاکستان، ایران، هند او ترکیې ته صادرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه