د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، پر پانګوالو د ځمکو د وېش بهیر روان دی او تمه کېږي چې د دغو ځمکو په اجارې سره د هېواد د کرنې یوه برخه وده وکړي.
د دې وزارت ویاند زیاتوي، پانګهوال به د کرنې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د تولیدي فابریکو د جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «په زرهاو او لکهاو هکټاره ځمکه د کرنې وزارت له طرفه پانګهوالو ته د کرنې په برخه کې د هېواد د نورو تولیداتو د پروسس او همداراز، د شرکتونو یا کمپنیو د جوړلو په برخه کې پر دې باندې پانګونه وکړي، ځکه ورته په اجاره ورکړل شوې ده.»
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په افغانستان کې د کرنې د مکانیزه کولو لپاره یې پنځه کلن پلان چمتو کړی دی.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «د زراعت په میکانیزه کولو کې یا د عصري کولو کې الحمدلله ډېر ګامونه اخیستل شوي دي، موږ یوه پنځه کلنه طرحه لرو چې هغه په راتلونکو پنځه کلونو کې عملي کېږي او له دې سره به انشاء الله زراعت ډېر پرمختګ کوي.»
بلخوا، یو شمېر کروندګر له سرپرست حکومته غواړي، د کمیاوي سرې، سړو خونو او د ځمکو د خړوبولو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.
کروندګر محمد داوود وايي: «له دولت څخه دا هیله لرو چې له موږ سره د بند او ویالو جوړلو او همدراز، د نیالګیو، کیمايي کوډ او اصلاح شویو تخمونو په برخو له موږ سره همکاري وکړي.»
کروندګر گل رسول زیاتوي: «هېڅ یې موږ ته نهدی راکړي، نه مو یې غنم لېدلي، نه مو یې کوډ کیمايي لېدلي او نه مو د کرنې اړوند څه لېدلي دي.»
په افغانستان کې د کلیوالو سیمو ډيری اوسېدونکي پر کرکېله بوخت دي او له همدې لارې عاید تر لاسه کوي، خو په دې وروستیو کې د سیلابونو بهېدو د کلیوالو سیمو اوسېدونکي له جدي ستونزې سره مخ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه