Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو پر دندو ممنوعیت؛ ځینو ښځو کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې

په هېواد کې د ښځو پر کار له ممنوعیت وروسته، د دولتي ادارو یو شمېر پخوانیو ښځینه کارکوونکو کوچنیو شخصي کاروبارونو ته مخه کړې ده.

دغه ښځې له اسلامي امارته غواړي چې په دولتي او شخصي ادارو کې د دوی کار ته زمینه برابره کړي.

سیما چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د نفقې برابروونکې ده، وايي، په تېر نظام کې د علومو اکاډمۍ کارکوونکې وه، خو اوس یې د پیرکیو پخولو ته مخه کړې ده.

نوموړې زیاتوي، د لس زره افغانیو په پانګونې سره یې خپل دغه کار پیل کړی دی.

پخوانۍ کارکوونکې سیما وايي: «کله چې اسلامي امارت راغی، زه بې‌کاره شوه، د کور کرایه او نفقه مې تر غاړې دي، ناچاره شوم چې له خپلوانو او قوم پور واخلم او کار پرې پیل کړم.»

له بل لوري یو شمېر ښځې چې، په وینا یې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، له اسلامي امارته غواړي چې، په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د کار کولو زمینه ورته برابره کړي.

پخوانۍ کارکوونکې بصیره وايي: «ښځې دې کار او دندې ته پرېږدي، زه خپله د خپلې کورنۍ ګټیالۍ یم، که کار و نه کړم، کورنۍ او اولادونه مې وږي پاتې کېږي.»

یوه بله پخوانۍ کارکوونکې مریم وايي: «ښځې یې په کور کېنولې، داسې کورنۍ هم شته چې ګټیالۍ یې ښځې دي، ښځې اړې دي چې کار او هڅه وکړي.»

اقتصاد وزارت بیا د ښځو د کار په تړاو وايي، اسلامي امارت په بنسټیزو پروژو کې ځوان نسل لپاره کار موندلو ته ژمن دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «اسلامي امارت د ځوان نسل لپاره د کار پیدا کولو برخه کې هېڅ ناغېړي نه‌ده کړې. زموږ هڅه دا ده چې د سترو اقتصادي او زېربنايي پروژو په پلي کولو سره ځوان نسل ته کارونه پیدا کړو او له همدې لارې په ټولنه کې بې‌وزلي راښکته شي.»

د ویلو ده چې نږدې درې نیمې میاشتې مخکې اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په غیر حکومتي بنسټونو کې د ښځو کار کول وځنډول او لا تر اوسه دغه ستونزه نه‌ده حل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه