Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سرپل کې د تېلو اته نوې څاګانې پرانیستل شوې

د اسلامي امارت د چارواکو له لوري سرپل کې د قشقري نفتو بلاک کې اته نوې څاه ګانې پرانیستل شوې.

د دغو څاه ګانو د پرانیستې په مراسمو کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي چې د یادو څاه ګانو پرانیستې سره به، په ورځ کې ۸۰۰ متره مکعبه نفت استخراج شي.

نوموړي دغه راز وویل چې نږدې راتلونکي کې به د ځینو نورو څاه ګانو پرانیستو سره، په ورځ کې د نفتو استخراج تر ۳زره متره مکعبه ورسیږي.

شهاب الدین دلاور زیاته کړه: « په راتلونکي کال کې چې یوه میاشت ورته پاتې ده قرارداد پوره کيږي، انشاالله د نفتو استخراج مو دوه زره او درې زرو ته رسیږي»

د اف چین شرکت مسوول، شي جي چنګ، هم وویل: « په ټوله کې اوس مهال له ۱۷ څاګانو استخراج روان دی چې مخکې تر ۲۰۰ مترو مکعبو کم وه، او اوس تر ۸۰۰ مترو مکعبو زیات شوی دی.»

ښاغلي دلاور دغه راز څرګنده کړه، چې د اکتشاف بهیر پایته رسیدو سره به افغانستان د قشقري نفتو د استخراج له لارې، په کال کې پنځه سوه میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هم په دې ناسته کې وایي چې په لومړي ګام کې به د قشقري بلاک د نفتو د عایداتو یوه برخه، په سرپل کې د بېلابېلو پراختیايي پروژو پر پلي کېدو ولګول شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر وویل « د دې ولایت لپاره چې کومې اړتیاوې دي، هغه خدمات باید اول دوی وړاندې شي نور الحمدالله د اقتصاد له لحاظه د ااا نورې هم ډېری پروژې لري چې کار به ترې واخلي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې اړه څرګنده کړه: « د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونه ډالر به یوازې د امو له حوزې څخه د افغانستان بودیجې ته راځي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به د قشقرې حوزه کې د پنځو نورو څاه ګانو پرانیستو سره، د نفتو د استخراج بهیر هم پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه