Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان په یوه میاشت کې نږدې یو مېلیارد ډالره راکړه ورکړه کړې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان لمریز کال په وروستۍ یوه میاشت کې افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره نږدې یو مېلیارد ډالره راکړه ورکړه کړې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي، له دې منځه ۲۲۷ مېلیونه ډالره یې صادرات دي، چې تر ډېره هند، پاکستان، چین، ایران او متحده عربي اماراتو ته بېلابېل توکي صادر شوي دي.

محمد حلیم رفیع وايي:«د روان کال په لړم میاشت کې د ۲۷۷٫۱ مېلیون ډالرو په ارزښت صادارت شوي او ۶۸۱٫۵ مېلیون ډالره واردات شوي. دغه صادرات تر ډېره اندازې پاکستان، هند او چین ته استول شوي چې ډېر واردات له پاکستان، متحده عربي اماراتو او ایرانه شوي دي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ صادرات په هر کال او هره میاشت کې توپیر کوي، له ۱۰۰ مېلیون ډالرو نیولې په ځینو ځایونو کې تر ۲۵۰ مېلیون ډالرو پورې رسېږي.»

ځينې سوداګر ټینګار کوي، چې د صادراتو د زیاتوالي په موخه باید بندرونو کې د دوی ستونزو ته هم پاملرنه وشي.

سوداګر محبوب الله محمدي د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د ټرانزیټي لارې رامنځته کولو د بېلابېلو ګمرکونو رامنځته کول، له بېلابېلو لارو د صادراتي پروګرامونو تنظیمول باید د حکومت د پروګرامونو په لومړیتوب کې شتون ولري. د پاکستان له لارې صادرات له ننګونو ډک دي او د اقینې له لارې په ځانګړې توګه د چین، یا نورو هېوادونو د وارداتو لګښت ډېر دی.»

د اقتصادي چارو شنوونکی محمد شاکر یعقوبي څرګندوي:«د صادراتو له زیاتوالي سره د هېواد په عوایدو کې زیاتوالی راځي او په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د سوداګریزو توکو ارزښت لوړېږي، بلخوا د وارداتو کموالی پر سوداګریزو معلوماتو مثبته اغېزه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي کمېسیون ویلي چې د روان زیږدیز کال په یوولسو میاشتو کې یې د څه باندې یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه