Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴ کانونو قراردادونه ورکړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې لس میلیاره او ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو کانونو د تړونونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.

سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور ویلي، په دغو کانونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینې برابرېدو سربېره وايي، که شرکتونه له شویو هوکړو سرغړونه وکړي له هغوی سره به تړون لغوه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور و ویل: «په دې ټولو کانونو ټولیزه پانګه لس میلیارده ۱۵۰ میلیونه ۹۰۰ او لس زره او ۸۲۵ افغانۍ ده.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په سرپل کې د آمو سیند په حوزه کې د نفتو د تصفیې د کارخونې له جوړېدو هم خبر ورکوي چې څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالره پانګونه پرې شوې ده.

شهاب الدین دلاور زیاتوي چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ، د پنجشېر د زمردو له یو زر او ۷۰۰ کانونو ۴۵۰ کانونه د دغه ولایت اوسېدونکو ته سپارل شوي چې تر اوسه له دغو کانونو د شاوخوا دوه میلیون او ۶۰۰ او ۷۷۰ ډالرو په ارزښت زمرد را ایستل شوي او د پنجشېر څه باندې لس زرو اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور و ویل: « په تېرو درې څلورو میاشتو کې په [پنجشیر ولایت] کې د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره ۷۷۰ ډالرو په ارزښت زمرد ایستل شوي او پلورل شوي دي. داسې کسان هم شته چې په خپله یې زمرد ایستلي او په یوه داوطلبۍ کې یې په ۶۰ زره ډالر پلورلي دي.»

د هغو شرکتونو مسوولین چې د هرات د کرخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان کېندنې، د بغلان د دوشي ولسوالي د سرو زرو د کان را  ایستنې، د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د وسپنې د ایستنې او د پروان د کوه صافي د کرومایټو را اریستنې تړونونه یې ترلاسه کړي، ټینګار کوي چې د شویو هوکړو پر بنسټ به کار مخ ته وړي او د کارخونې د سیمې اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شي.

د یوه قراردادي شرکت رییس ولي احمد  د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «موږ د دې هوکړه کړې چې انشا الله اول به اسلامي امارت ژمن یو چې دا پوره خدمت به کوو او بل به خپلو خلکو لپاره د کار پیدا کولو هڅې کوو او څه [ګټه] چې موږ ته قسمت کې رارسیږي هغه به ترلاسه کوو.»

د یوه قراردادي شرکت رییس احمدالله څرګنده کړه: «موږ سره په ډېره اسانه توګه دا قرارداد پر مخ یوړ او موږ سره یې مرستې وکړې. همدا ډول د هېواد هر کس کولی شي د هېواد په کانونو کې کار وکړي، د وزارت لخوا ټولو ته زمینه مساعده ده.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د ورکړ شویو  مالوماتو له مخې، د دغو څلورو قراردادونو له منځه، یوازې د پروان د کوه صافي د کرومایټو د را ایستنې تړون پنځه کاله دی او د هرات د کروخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو، د بغلان د دوشي ولسوالۍ د سرو زرو او د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د وسپنې د را ایستنې تړونونو د بشپړېدو لپاره ۲۰ کاله ټاکل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه