د خوړو نړۍوالو پروګرام له افغانستان سره د جاپان د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی دی.
دغه سازمان ویلي چې دا پیسې به هېواد کې له هغو کسانو سره د مرستې په موخه ولګول شي چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
۱۲ کلن نجیب د پنځم ټولګي زده کوونکی دی.
دا ماشوم د پلازمینې په یوي برخه کې له خپل پلار سره یوځای کار کوي چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره د نفقي په برابرولو کې ونډه واخلي.
زده کوونکي نجیب و ویل: « له دولته غواړم چې زما پلار ته د کار زمینه برابره کړي او موږ درس و وایو.»
بلخوا، د پلازمېنې ځینې نور اوسېدونکي چې د اقتصادي ستونزو له امله د سړک پرغاړه توکي پلوري او خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروي، له مرستندویو بنسټونو غواړي چې مرستې په رڼه توګه ووېشي.
د کابل اوسېدونکي برات خان و ویل: « د ورځې ۷ تر ۸۰۰ افغانیو کار کوو چې موږ ته پکې ۲ تر ۲۵۰ افغانیو پاتې کیږي او زموږ په کور کې کسان ډېر دي او خرچه یې نه پوره کیږي، بس ګوزاره کوو.»
د کابل اوسېدونکی ضیاءالدین داسې وایي: « هغه اړمن چې په رېښتیا هم اړمن دي مرستې ورسیږي او دولت هم دې برخه کې خپله همکاري وکړي.»
بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د جاپان د ۱۳،۵ میلیونه ډالرو بشري مرستې خبر ورکړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام په خبرپاڼه کې ویل شوي: «جاپان دغه اندازه پیسې په افغانستان کې د خوړو او بېړنیو پروګرامونو له نړۍوال صندوق سره مرسته کړې ده، څو ۶۳۰ زره کسانو او دغه راز په ښوونځيو کې ۳۶ زره زده کوونکو ته غواړه برابر کړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: « دا طبیعي ده چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له جګړې وروسته اغیزمن شوی دی او دلته دا چې څلوېښت کاله جګړه تېره شوه نړۍ باید خپله همکاري زیاته کړي، موږ د شویو مرستو هرکلی کوو او د لا نورو مرستو غوښتونکي یو او ویش یې هم په سم ډول کیږي.»
بل پلو، د اقتصاد وزارت له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو د مرستو هرکلی کوي او د هېواد د پراختیایي او بیخ بنایي پروګرامونو په برخه کې د دغو مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب داسې و ویل: « نړۍواله ټولنه او بنسټونه دې د بشري مرستو ترڅنګ پراختیایي پروژو ته چې په ترڅ کې یې کاري فرصتونه منځ ته راځي تمرکز وکړي.»
تر دې وړاندې هم د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د ډنمارک د شاوخوا دوه اعشاریه دوه میلیون ډالرو د مرستې خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې له ۲۰۱۵کال میلادي کال راهیسې د دغه هېواد ټولټال مرستې ۳۶ اعشاریه دوه میلیون ډالرو ته رسېږي.