د اسلامي امارت چارواکو د قرغیزستان، ازبیکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د برېښنا د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د هوکړې له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته ویلي چې د دغې پروژې عملي کار به د روان زیږدیز کال د اپرېل په وروستیو کې پېل شي.
د ښاغلي مجاهد د دې پروژې ارزښت ته په نغوتي سره ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزې تر ډېره حده حل شي او افغانستان به هم د برېښنا د ټرانزيټ له اړخه ډېر عواید ترلاسه کړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«د اسلامي امارت له ډېرو هڅو وروسته، دغه پروژه بیاځلې پېل شوه او د روان زیږدیز کال د اپرېل میاشتې تر پایه به یې عملي کار هم پېل شي. تېره ورځ د هوکړه لیک تړون لاسلیک شو او د افغانستان په استازیتوب د برېښنا شرکت مرستیال حضور درلود.»
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي په دې هکله وايي:«نړۍوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانسان کې د دغې پروژې کار پېل کړي. د دغې پروژې کار به د ۱۴۰۳ کال په غوايي میاشت کې پېل شي.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کاسا زر پروژه یوه له هغو مهمو سیمهییزو پروژو ګڼي چې افغانستان پهکې مهم نښلوونکی رول لوبوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک وویل:«د کاسا زر پروژه یوه له هغو پروژو ده چې افغانستان د هغه د عملي کولو لپاره له کلونو کلونو راهیسې ډېرې هڅې کړې دي. هیله لرم چې د دغې پروژې په پلي کولو کې نه یوازې کاري زمینه رامنځته شي بلکې د هېواد اقتصاد ته هم ګڼې ګټې ولري.»
بل پلو، د چارو ځينې شنونکي هم د کاسا زر پروژه د افغانستان او په منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا کې د ګاونډیو هېوادونو لپاره ډېره مهمه بولي او ټینګار کوي چې د دې پروژې د عملي کار په پېلېدو سره به د هېوادونو ترمنځ د افغانستان د اعتبار د لوړېدو ترڅنګ یو شمېر هېوادونو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب څرګنده کړه:«کابو ۳۰ تر ۴۰ سلنې د پروژې کار تطبیق شوی او کابو ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې د دغې پروژې تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي او دواړه کمپنۍ چې مخکې یې تړون کړی وو، هم حاضر دي چې د دغې پروژې کار بیاځلې پېل کړي. هم د خلکو لپاره کاري زمینه رامنځته کېږي او همدارنګه افغانستان د سیمې په کچه خپل باور ترلاسه کوي.»
د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د کاسا زر پروژې پاتې کار به په دوو کلونو کې بشپړ شي.
په دې اړه مو اندونه