Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال بانک: افغانستان کې د انفلاسیون کلنۍ کچه منفي ۱۰٫۲سلنې ته رسېدلې

نړۍوال بانک د افغانستان په تړاو په یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د انفلانسیون کچه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د تېر کال پرتله منفي ۱۰ اعشاریه ۲ سلنې ته رسېدلې ده.

نړۍوال بانک د «افغانستان د اقتصاد د څېړنې» په نوم خپاره شوي راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی منفي ۱۵٫۱ سلنه او د غیر خوراکي توکو د بیې کموالی منفي ۴٫۸ ته رسېږي؛ خو د اقتصاد وزارت وايي چې دغه وزارت د اقتصادي ودې او د اقتصادي انفلاسیون د کچې د راټیټولو لپاره لنډ مهالي او اوږدمهالي پلانونه په پام کې نیولي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې ‌وچکالیو د کرنې سکټور او ټولنیز خوندیتوب یې تر یوې بریده اغېزمن کړی دی. او په بېلابېلو سکټورونو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې له اقلیمي بدلونونو او معیشتي تحول سره مبارزه زموږ په کاري لومړیتوب کې ده.»
 
د نړۍوال بانک د راپور په يوه بله برخه کې راغلي، د افغانستان صادرات د تېر کال د جنورۍ په پرتله پنځه سلنه کموالى ښيي، چې ارزښت يې ۱۴۰٫۵ مېليونه ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د تېر کال په جنورۍ کې دغه شمېر۱۴۸٫۱مېليون ډالرو ته رسېده. دغه راز په روانه میاشت کې واردات ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې ارزښت یې ۸۳۰ مېلیونه ډالره ښودل شوی، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې میاشت کې ۶۰۰ مېلیونه ډالرو ته رسېده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک وویل:«په روان کال کې صادرات له دې امله کم وو چې د هېواد بندرونه په وقفه‌يي توګه بند وو لکه د تورخم او سپین بولدک بندرونه، چې له بده مرغه د بېلابېلو لاملونو له امله شوي او په کاني اقلامو کې هم د صادراتو کموالي ستونزې رامنځته کړي دي.»

نړۍوال بانک دغه راز د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ته په اشارې سره ویلي، چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د شاوخوا دوه مېلیارده ډالرو نړۍوالو مرستو له امله ثابت و؛ خو د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ډېری بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د هندۍ او پاکستانۍ کلدارې، چینایي یوان، یورو او ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راټیټ شوی دی.

په دغه راپور کې د عوایدو د راټولولو په تړاو هم نغوته شوې او ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال له مارچه د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې ټولټال ۱۸۹ مېلیارده افغانۍ عواید راټول شوي؛ خو دوه سلنه کموالی ښيي.

د اقتصاد وزارت وايي چې دغه وزارت د اقتصادي ودې او د اقتصادي انفلاسیون د کچې د راټیټولو لپاره لنډ مهالي او اوږدمهالي پلانونه په پام کې نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه